د سوېلي افغانستان تر ټولو لوی ښار؛ ددې هیواد لومړنۍ پلازمېنه دوهم لوی ښار، د طالبانو د دولت پخوانۍ پلازمېنه او د کندهار ولايت اوسنۍ پلازمېنه

کندهار د افغانستان دويم لوی ښار دی، چې ددې هېواد په سوېل کې د ارغنداو سيند په دره کې پروت دی او د کندهار ولايت يې مرکز دی، خو دلته په ويکيسفر کي مو د کندهار د نامه څخه مطلب د کندهار ښار او کندهار ولايت دواړه دي. ښار يې تقريبًا ۴۵۰،۳۰۰ نفوس لري. کندهار د افغانستان د مهمو تجارتي مرکزونو څخه يو دی، او د مالوچو (پنبې، پختې) او وچو مېوو د برار (توليد) هم ښار دی. په کندهار کې يو نړيوال هوايي ډګر هم سته. په اوس وخت کې دغه د ناټو هډه ده. دغه هوايي ډګر چې په ۷۰ کلونو کې جوړ سوی دی، د ځمکني مساحت له لحاظه په منځنۍ آسيا کې تر ټولو لوی هوايي ډګر دی.

سيمي سمول

کندهار د ښار په ګډون د ١٧ ولسوالیو لرونکي دي نور وګورئ:

ارغنداب ولسوالۍ (ارغنداب)
د کندهار ولايت تاريخي، ښکلي، او شنه سيمه سيمه ده، دا ولسوالۍ په اوسني وخت کې د کندهار ترټولو زيات امنیت لرونکې ولسوالۍ ده
ارغستان ولسوالۍ (ارغسان)
د زابل سره پوله لرونکي ولسوالۍ ده، ددي ولسوالۍ خلګ ډير د خپل پخواني کلتور ډير کلک دي
پنجوايي ولسوالۍ (پنجوايي)
د کندهار د شنو ولسوالیو څخه ده، خلګ يي تر ډيره په بزګري بوخت دي، دا ولسوالۍ پخوا د ژړۍ ولسوالۍ برخه وه
خاکریز ولسوالۍ (خاکریز)
د کندهار يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې ولسوالۍ، دلته د افغانستان په کچه مشهوره زيارت شااغا پروت دی
دامان ولسوالۍ (دامان)
دا ولسوالۍ د کندهار ښار دوو څنډو ته پرته ده، او د کندهار ولايت د امنيت لپاره ډېره مهمه ده.
ريګ ولسوالۍ (ريګستان)
دا ولسوالۍ د کندهار د لويو ولسوالیو څخه ده، دلته ډير لږ کلي موجود دي، او سيمه ترډېره ريګ او دښتونه دي
ژړۍ ولسوالۍ (ژړۍ)
دا ولسوالۍ د کندهار د هغو ولسوالیو څخه ده چې لوي برخه يي ترې بيله او پنجوايي ولسوالۍ تري جوړه سوه، د ژړۍ مرکزي سيمه وسمهال سنزري دي، کوم چې د ارغنداب ولسوالۍ څخه جلا او ژړۍ ته ورکړل سو.
سپين بولدک ولسوالۍ  (بولدک)
دا ولسوالۍ د کندهار ولايت تجارتي ولسوالۍ ده، کوم چې د چمن د پولي له لارې کندهار د پاکستان سره نښلوي، د نورو معلوماتو لپاره د کندهار او چمن تر منځ د ځمکني سفر په نامه ليکنه وګورئ
شاوليکوټ ولسوالۍ
د ښار څخه ليرې پرته يوه ولسوالۍ ده. دا ولسوالۍ ډيري د هغو خلګو د سفر په ترڅ کې مهمه ده کله چې هغهوی و خاکریز (شا آغا) ته ځي، نو دلته دريږي او ځان هوسا کوي
غورک ولسوالۍ
د هلمند ولایت سره پوله وسمهال يي حالات لږ خراب او امنيت يي ضعیفه دي، په دي ولسوالۍ کې ګڼ شمير افغانستان سرتېري ميشت دي.
کندهار ولسوالۍ (ډنډ ولسوالۍ)
د کندهار اوسني ښار په همدي ولسوالۍ کې پروت دي، ددي ولسوالۍ پخوانی نوم ډنډ ولسوالۍ نوميده.
معروف ولسوالۍ
دا ولسوالۍ د پاکستان سره پوله لري سيمه يي لږ اوبه لري، د کندهار ښار څخه ډيره ليرې پرته ده، خلګ يي ښه ميلمه پاله خو غريبان دي.
ميانشين ولسوالۍ
د کندهار سويلي ولسوالۍ ده، دا ولسوالۍ د کندهار ښار څخه ٧٠ کيلومتره لرې پرته. ميانشين ولسوالۍ کله کله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر هم وي. د سفر په ترڅ کې د احتياط څخه کار واخلئ.
نیش ولسوالۍ
دا ولسوالۍ د اروزګان ولایت څخه کندهار ولايت ته راواړول سول، د نيش ولسوالۍ مرکز پخپله نيش دي.
ښوراوک ولسوالۍ (ښوراوک)
د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده چې تر ډېره پورې ريګ دي، دلته په سيمه‌ييزه کچه بلوڅان ژوند کوي
ميوند ولسوالۍ (ميوند)
دا ولسوالۍ دملالۍ ميوندۍ د پيدايښت سيمه ده، دا سيمه د تاریخي لحاظه په ټوله افغانستان کي شهرت لري. د ملالۍ ميوندۍ زيارت هم دلته دی.
  • که تخته پول ولسوالۍ لټوي، نو دا ولسوالۍ تر اوسه ګوګل ميپ د کندهار د ولسواليو په لړليک کې نده ورګډه کړي، او په لوړه نقشه کې د سپین بولدک برخه ده.

تګ را تګ سمول

. اوس د اریانا افغان هوایي شرکت او کام ایر هوایي الوتکې لري، چې د چهارشنبې په ورځ اریانا افغان او په دوشنبه کام ایئر و دوبئی ته الوتنې لري؛ او همدارنګه په هره اونۍ کې د کابل او کندهار کورني الوتنې هم د کام ایر له لارې ترسره کیږي. د ملګرو ملتونو او آی سي آر سي لخوا الوتنې هم شتون لري خو د ملګرو ملتونو د پرسونل او نورو منظور سویو سازمانونو لپاره پرانيستی دي.    

سیاحتی جاذبۍ سمول

 
د آینو میني اصل پلان چې په ٢٠٠٣ کې له محمود کرزی او ملګرو لخوا پیل سو.
 
د هلمند سيند د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې تيريږي
 
د کندهار کوڅه په ٢٠١٠ کې
 
د کندهار يو صحرايي کلي
 
نوی کانال په کندهار ولایت کې
 
ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه کندهار

زیارتونه او دینی ځایونه سمول

  • موى مبارک
  • شاه مقصود آغا
  • بابا ولى
  • حضرت جى بابا
  • جمال بابا
  • شین غزى اصحابى
  • دارو نیکه
  • پیر ملا محمدجان اخوند
  • صابر شاه ملنگ، میرویس نیکه
  • احمدشاه بابا
  • زرغونه انا
  • ملالۍ
  • شیر سُرخ
  • ملا شیراخند
  • سپین کوڅى بابا
  • صوفى صاحب
  • اخوند صاحب
  • ابراهیم خلیفه بابا
  • چهار راهى شهداى میوند
  • میا نور محمد صاحب مزار
  • خوجک بابا
  • ملا کټه اخوند
  • ملا اکا
  • ملا عبدالحق اخوند
  • شېخ قلندر
  • ملا حسن ساکزى
  • کاکو بابا
  • بګت بابا
  • پیر زالو بابا
  • ملا صالح محمد اخوند
  • ډنګربابا
  • کابلی شاه
  • پیر زنګی بابا
  • کاکو بابا
  • کوټ بابا
  • زنجیر پا
  • خواجه ملک
  • جان لالا
  • شېخ قلندر
  • یک خاک شهیدان
  • د شنو ګومبتو زیارت او داسي نور.

خوراک سمول

 
کندهارې مرغ تکه
 
بانجڼ د کندهار مشهوره خوراک
 
پټاټې او غوښې د کندهار په مشهورو ريسټورانټونو کي ترلاسه کيږی
 
افغانی ښوروا د کندهاری ډوډۍ سره

د کندهار کلي سمول

موزیمونه سمول

منډيګک: دا غونډۍ ٣١ متره لوړه ده. په حقيقت کي د غونډۍ دغه لوړوالى د هغو سر پر سر جوړو سوو ودانيو څخه را منځته سوى دئ، چي د زمانې پېښو زرونه کلونه تر مخه په خپل –خپل وار نړولي او د غونډۍ شکل يې غوره کړى دئ. دا غونډۍ له دوو زرو کلونو راهيسي متروکه او د ورانۍ په حال کي پرته ده. د منډيګک د لومړنۍ ودانۍ چي عمر يې (٩٠٠٠) کاله کېږي د انسان د لاس ډېري لومړنۍ نخښي لکه، ځيني توږل سوي ډبري او د څارويو تېره سوي هډوکي دي، چي لا نور څه نه دي ځني تر لاسه سوي. خو له دې لومړي پوړ څخه تر پنځلسم پوړ پوري د دې غونډۍ د بېلابېلو اوسېدونکو د ژوند بشپړتيايي ګامونه را څرګندېږي، چي وروستى پوړ يې له ژېړو څخه جوړ سوي لوښي هم لري.
 د اشوکا کتيبه:

 
د کندهار د سر پوزي په سيمه کي پيدا سوي د آشوکا کتيبه

د اشوکا کتيبه له هغو لرغونو آثارو څخه ده، چي د کندهار د زاړه ښار له دروازې سره پر يوه لويه ډبره کېندل سوې او په ١٣٣٧ ش کال کي کشف سوې ده. د دې ډبري اوږدوالى (۵۵) او پسور يې (۴۵ – ۵٠) سانتي متره دئ.

دا ډبرليک په يوناني او آرامي ليک کښل سوى دئ، چي برنۍ ديارلس کرښي يې په يوناني او لاندنۍ اووه نيمي کرښي يې په آرامي خط ليکل سوي دي. دا ډبرليک هغه وخت کيندل سوى و، چي بودايي دين د (اشوکا) په وسيله د کندهار سيمو ته رسول سوى و او د ليک تاريخ يې (٢۵٠) کاله تر ميلاد وړاندي دئ. د ډبرليک ژبه يوناني او پخوانۍ پښتو (پرثوي) ده.
 چل زينه: چل زينه د زاړه کندهار شمال ته د غره په ډډه کي يو دالان دئ، چي دغره له بېخه زينې ور ختلي دي. دالان او زينې دواړه د غره په ډبره کي د اوسپني په قلم کيندل سوي دي. پخوا د دالان دواړو خواوو ته د ډبري دوه زمريان هم پراته وه، چي اوس نسته. د پوزې پر سر باندي څارغالى هم و، چي وروسته نور کار پر سوى و. چل زينه د بابر پاچا د زوى (عسکري ميرزا) لخوا جوړه سوې ده، چي د ودانېدو کار يې په (٩٣٠ هـ ق) کي شروع او په (٩۵٣ هـ ق) کي پاى ته رسېدلى دئ. د چل زينو د دالان د نستعليق خط د نوشتې او تذهيب کار د ميرمعصوم کندهاري لخوا تر سره سوى دئ. د زينو يوې او بلي خوا ته کنګرې شاه امان الله خان ور جوړ کړې. دغه په حساب سره پوره دروڅلوېښت زينې دي.
 ارګ:

 
ددي ارګ بنياد ايښودونکی احمدشا ابدالي وو او وروسته پيړي بلي پيړۍ ته دا ځای د امانت په ډول ورکړي دي

د ارګ غونډه ماڼۍ د احمدشاه بابا د زمانې ده او د  ده اداري شاهي مرکز و، چي مخي ته يې څلور چمنان درلودل. د ارګ په نامه دغه ماڼۍ د احمدشاهي کندهار شمال ته پرته وه، چي د نونسمي ميلادي پېړۍ تر پايه پوري لا په هماغه لومړني شکل ولاړه وه، خو د ارګ اوسنۍ وداني د سراجي عصر له ودانيو څخه ده، چي د سراج المله والدين اميرحبيب الله خان په حکم د سردار محمدعثمان خان والي په وخت کي جوړه سوې ده. پخوا په دې ودانۍ کي د ولايت پر مقام سربېره د کندهار زياتره دولتي ادارې واقع وې. د ودانۍ شمالي او جنوبي لور ته تعميرونه جوړ سوي وه، چي په منځ کي يې لوى غولى دئ.

 احمدشاهي کلا:

د کندهار احمدشاهي ښار د مستطيل په شکل و او پر شاوخوا باندي يې يوه کلا را تاوه سوې وه. دې کلا شپږ دروازې درلودې (کابل دروازه، ښکارپر دروازه، هرات دروازه، عيدګاه دروازه، توپخانې دروازه او برو دروازه).

دغه هره دروازه له پنډو – پنډو تختو څخه جوړه سوې وه او ايربي ايښوول سوي وې.

احمدشاهي کلا پر سل – سل متره باندي يو وتلى برج درلود، چي له دغه وتلي برج څخه د کلا دباندي ساحه او د کلا بېخ څارل کېدى. د هر برج پر سر باندي د توپ ويشتلو لپاره يوه خالصه برخه وه او د هرو دوو برجو تر منځ د باران د اوبو د وتلو لپاره پنځه – پنځه ناوې جوړي سوي وې.

د کلا وروستى ترميم د امير حبيب الله خان په پاچهۍ کي هغه وخت سر ته ورسېدى، چي سردار محمدعثمان خان د کندهار د نايب الحکومه په توګه د دغه ښار مقتدر واکمن و.

د کندهار مقدس اماکن

د خرقې شريفي زيارت او جامع مسجد: په کندهار کي د حضرت محمد (ص) د مبارکي خرقي د ٢۵٠ کال  په ياد د پښتنو په څو تېرو امپرا طوريو کي يوه هم د لوي احمد شا بابا امپراطوري وه ،چه ددې امپراطورى شغلې د ايران ختيځو سيمو څخه نيولې بيا تر هنده پوري لګېدلي وې . احمد شا بابا د هرات د حکمران زمان خان زوى چه په خټه ابدالي سدوزى په ١١٣۵هـ س کال کي د زرغوني نومي مېرمني څخه چه په خټه الکوزى وه وزېږېدى . احمد شا باباد خپل عمر پنځه ويشت پسرلي تېر کړى وه چه د ١٧۴٧م کال د اکتوبر په مياشت کي د اوسني کرز د شېرسرخ  په هغه لويه جرګه کي د پا چا په توګه و ټاکل سوه چه د قومي ترکيب لمخي جوړه سوې وه. البته د کندهار ځني خلګ خرقې شريفي ته خلقه شريفه وايي دا چه ولي دوى دغه کلمه د اصلي کلمې څخه بل ډول تلفظ کوي دا بله موضوع ده،خو بهرنيان دغې خرقې شريفي ته خرقه ،چوخه،جبه ،او مرقع وايي چه دهر لغات څېړنه لاندي په لنډ ډول راوړم
١—خرقه: په پښتو سيند کي د خرقې معنى چپنه يا يو ډول پوښاک چه پر کالو سربېره اغوستل کيږي راغلى دى .
٢—چوخه: په اردو فيروز الغات نومي سيند کي د چوخې معنى‌ يو ډول پرانيستى کوټ دى چه لستوڼي نلري راغلي دي .
٣—جبه: په پښتو تشريحي سيند کي د يوډول پشمي يا وړينه چپنې په معنى راغلي ده.
۴—مرقع: غياث الغات وايي چه خرقه د زير په تلفظ او درلودلو سره څيري او ګنډلي جامې ته وايي په فرهنګ البسه مسلمانان نومي اثر کي بيا راغلي دي چه مرقع يوډول جامې دي چه په ختيځ کي يې زياتره فقيران او صوفيان اغوندي . وړاندي تر دې چه د خرقې شريفي تاريخي بهير ته راسم ،اړين بولم چه د مبارکي خرقي پر جوړښت هم څه ووايم. د هېواد نامتو مورخ او د حسن خط خاوند خداى بخښلى عزيز الدين وکيلي يو ځاى ليکلي :خرقه شريفه يو پنډه وړېنه جامه ده چه اصطلاحاً يې وړينه قاقمه بللې ده ،دواړه مبارک لستوڼې يي د لمنې تر اوږدوالي لنډ دي ،د اوښ دخالي وړيو څخه جوړه سوي ده ،رنګ يې اسماني غوندي دى او ځانګړې ځلاء او شغله لري او د انسان د قد (ونې)په تناسب لنډه ښکاري،ايستر نلري او د لمنې څنډو ته يي هم بل ټوکر (سنجاف)نه دى ورکړل سوى دمخ دوه پېشه يي لږ څه شوړېدلي دي او په وړېن تار ګنډل سوې ده .
کندهار ته د خرقي شريفي راوړل : په تاريخونو کي راغلي دي چه د کندهار په ښار کي دغه اوسنى خرقه شريفه د حضرت محمد (ص) د رحلت څخه وروسته د هغه د وصيت سره سم د يم اوسېدونکي اويس قرني ته ورکړل سوه .

 
د کندهار ښار په دسمبر ١٨۴١ کې

ارواښاد عزيز الدين وکيلي دکندهار خرقې شريفي تاريخچه نومي اثر کي کاږي: په ١١٠٩ هـ س کال کي دو کسانو شيخ محمد ضياء او شيخ نياز غوښتل چه دا مبارکه خرقه د بدخشان او چترال د لاري هندوستان ته يو سي خو کم وخت چه د بدخشان حاکم مير يار بېګ په دې طوطيه خبر سو ،نو پردې مبارکي خرقي باندي يي خپل سپاره (پهره داران)وګمارل تر څو دا سپېڅلى امانت راوګرځوي او د جوزګون(ګوزګون)په کلا کي يې خوندي کړه ،پس ددغي ورځي راهيسي ددې کلا نوم فيض اباد سو چه اوس د فيض اباد د ښار په نامه ياديږي ،چه د بدخشان ولايت مرکز دى . د تاريخ سلطاني مولف  سلطان محمد خان خالص بيا وايي :کله چه دا مطهره خرقه کندهار ته راوړل کېده په وروستى شپه ددې مبارکي خرقې سوندخ داوزبکو متوليانو لخوا خلاص کړل سو،او د خرقي شريفي د اوږو تر منځ د نبي عليه السلام مهر د نوموړو متوليانو لخوا غلاء کړل سوو.(وګ:تاريخ سلطاني ١۴۴-١۴٥مخ)) څنګه چه د احمد شا بابا په دوران کي د بخارا حکمران شامراد بې د افغانستان په شمالي سيمو کي دخرقي شريفي په توسط د احمد شابابا پر ضد ياغيان پارول ،نو بالاخره لوي احمد شابابا په ١١٨١ هـ س کال خپل لوى وزير شاولي خان د شپږو زرو سپرو سره د کندهار څخه بلخ او بدخشان ته وليږل او لوى احمد شابابا حکم وکى څو دا مطهره خرقه د هېواد سياسي مرکز اشرالبلاد کندهار ته راوړي هغه ؤ چه خرقه شريفه په ١١۴٧ل کال په دوبي کي چهد ١١٨٢ هـ س سره سمون خوري د بدخشان څخه و کندهار ته راوړل سوه ،دا مبارکه خرقه د فيض اباد څخه و کندهار ته په ٣٠ ورځو کي راوړه او پر لاري څو ځايه تم سوه ،چه لومړى تم ځاى يي د اوسني کابل په ده افغانان کي د مســـــــــجدي خان په سراى کي ؤ،کم وخت چه دا مبارکه خرقه د هغه ځاى څخه پورته کړل سوه نو خلګو په هغه ســــــــراى کي چه خــــــــرقه شريفه پر ايښــــــودل سوې وه يو دېوال را وګرځاوه اول عليحضرت تيمور شابابا يې و بغل ته يو څا هم وکيندى چه زيارت يي تر اوسه پوري هم هلته سته . په کندهار کي د خرقي شريفي ودانى :  

دخرقي شريفي د سپينو زرو پنجره د سردار نصرالله خان په امر جوړه سوه او د علامه رشاد بابا (رح) په ياداښتونو کي يو ځاى د وکيل صاحب نور محمد خان پوپلزي له خولې څخه روايت راوړل سوى دى ،چه د خرقې شريفي د زيارت دروازه ،پنجره او دسپينو زرو هګى غلام قادر زرګر جوړ کړي دي ،چه دده دوکان د حاجي لعل جان تر مسجد لاندي په ښکار پر بازار کي دى . کله چه علامه اقبال په ١٣١٢ هـ س کال د لړم په مياشت کي د کابل څخه و کندهار ته راغلى او د خرقي شريفي زيارت يي وکړ نو ددې ښار او زيارت په درناوي کي يې وويل :

قندهار آن کشور مينو سواد

اهل دل را خاک او خان مراد

کوى آن شهر است مارا کوى دوست

ساربان بربند محمل سوى دوست

خرقه آن برزخ لا يبخيان

ديدمش در نکته ((لي خرقتان))

دادمارانعرۀ الله هو

يادونه:لکه څنګه چه ځني  خلګ په يوه ليکنه کي د متنيزو منابعو څخه استفاده کوي او ځني خلګ بيا خپل ليکني د ژونديو منابعو په خبرو پسولي ،خو ما په دې ليکنه کي ددواړو منابعو څخه کار اخيستي دى چه په ژونديو منابعو کيي زموږد ادبياتو خوږ استاد انجينير شېرشاه(رشاد) دى او په متنيزو منابعو کي يي دا لاندي منابع راځى .

١ـ د انجينير شېرشاه رشاد مقاله ١٧٧ ګڼه

٢- د علامه رشاد بابا (رح) سره د صديق الله بدر متنيزه مرکه

٣- د عبد التواب بالاکرزي يوه ژباړه .

په اخير کي د استاد خبره زه هم تکراروم زه په ډېر درنښت سره د ټول ځورول سوي او کړول سوي اولس له هر غري د کابل له دولت،د کندهار ولايت له ادارو د اوسنى واکمنى د ټولو مخالفينو په جنګې او سياسي شخړو کي د ښکېلو ټولو اړخو څخه غواړم چه په دغه ورځ په ټولو کورو ،ښوونځيو ،مدرسو،ماجيتو،پوهنتونواو ادارو کي د قران عظيم الشان ختم وکړي او که کيداى سواى په دغه ورځ مبارکه خرقه په ډېر درنښت او حرمت سره يو پلا ښکاره سي ،کېداى سي د حضرت نبي کريم (ص)ددې سپېڅلي او مطهرې خرقي د درنښت او احترام په روى سره رب العالمين پر موږ ټولو افغانانو او پر دې سيمه باندي د رڼا پلو و غړو . د دې جامع او د خرقې مبارکي د نوي ودانۍ تاداو د سدوزي تېمورشاه په پاچهي کي په کال (١١٨٦ هـ ق) کي کښېښوول سو او د (١١٩٠ هـ ق) د روژې د مياشتي په لومړۍ نېټه يې کار بشپړ او مبارکه خرقه يې ورته را نقل کړه. د جامع په ودانۍ کي د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي، خو د سردرا محمدعثمان خان په وخت کي خاص بدلون پکښي راوستل سو، خو دا اوسنۍ بڼه يې د مرحوم محمدظاهرشاه په پاچهي کي راغلې ده. البته ځيني قبرونه او کورونه ونړول سول او د خرقې مبارکي غولى پراخ کړه سو.

د خرقې شريفي د زيارت نقاشۍ د امير حبيب الله خان په پاچهي کي د امير د ورور سردار نصرالله خان په هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي په هنرمندو ګوتو سر ته رسېدلي دي. د زيارت د شاوخوا کاشي خښتو کار يوه پلا د وزيرمحمدګل خان په وخت کي چي د کندهار والي و او بيا د عبدالغفور خان په مشرتابه سره  بشپړ سوى دئ. کاشي خښتي حاجي خيرمحمد کُلال ور جوړولې.

 دغه راز په کندهار کي دغه نور مقدس اماکن او د ستانه وو زيارتونه هم سته، لکه:
د ميرويس خان نيکه مقبره:

 
د ميرويس نيکه زيارت چي د کوکران په سيمه که د ارغنداب د رود پر غاړه د يو کلي په پاي کي پروت دی، ميرويس خان نيکه همدارنګه د افغانستان لمړي د مټي په زور ګټونکي باچاه سو چي د افغانستان په تاريخ په لمړي مقام کي پروت دي

په ۱۸ پيړۍ کې د افغانستان د صفوي دولت په لاس کې وه. ددي دولت مشر په کندهار کې د ګورګين خان په نامه يادېدئ. ګورګين خان پر پښتانو ډېر ظلمونه کول. نو په دي وخت کې د پښتنو مشران سره راټول سوه او يوه لويه جرګه يي جوړه کړه. هغه وو چې په ټولو يي حاجي ميرويس خان د قوم په مشري وټاکه. حاجي ميرويس هوتک د پښتنو سره لاس يو کړ. په اول کې يي ګورګين خان ته نصيحت وکړ خو هغه ونه مانه. ځکه يي د ګورګين سره جګړه پېل کړه. په دغه جګړه کې ګورګين خان ووژل سول. تر جګړې وروسته په۱۷۰۹ کال کې بښتانه د پر ديو د لاسه خلاص سول. کله چې پښتنو د دښمن د لاسه خپله آزادي واجيسته نو يي د ميرويس خان څخه غوښتنه وکړه چې د پاچاهي چاري پر غاړه واخلي. حاجي ميرويس خان په خټه هوتک او د ښالم خان زوي وو چې په ۱۷۱۵ کال کې وفات سو. مقبره يي د کندهار په کوکهان کې پروت ده. په ۱۷۳۶ کال کې نادر شاه افشار پر کندهار بريد وکړ او په ۱۷۳۸ کال کې دغه ښار د نادر شاه د اردو لخوا نيول سو او پارسي اردو د ناضر شاه په هدايت کندهار ته لمنخه ور کړ. ناضر شاه غوښتل پر کابل بريد وکړي او د دي په سبب يي په کندهار کې خپل مقر جوړ کړ. په دي وجت کې په کندهار کې لوي قيام پېل سو. مګر د نادر اردو مخالفينو ته ماته ورکړه او نادر شاه کولاي سول خپل اردو کابل ته ولېږل.
د لوي احمد شاه بابا مقبره

 
د احمدشاه بابا د زيارت ګمبده په کندهار ولايت کي، احمد شاه بابا د افغانستان هيواد د لويي جرګې لومړنې لوي په نړيواله کچه پيژندل سوي باچا وو

د نادر شاه تر وژل وروسته په ايران او افغانستان کې يو سم منظم حکومت وجود نه درلود. يو جوان قوماندان چې نوم يي احمد خان ابدلي وو د نادر د مرګ ځخه ګټه واخيست او اردو ټول کړ او کندهار ته ولاړ. څو هغه وو چې د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کې د پښتنو مشران سره را ټول سوه او يوه لويه جرګه يي جوړه کړه. په دي جرګه کې ډېرې خبرې وسوې څو هغه وو چې د دي زيارت ملنګ صابر شاه د غنمو يو وږي را واخيست او د احمد شاه بابا په لنګوټه کې يي ورجګ کړ او احمد شاه بابا يي په پاچاهي وټاکئ احمد شاه بابا په کندهار کې خپا مقر جوړ کړ او کندهار بيا د افغانستان دولت پايتخت (پلازمېنه) سوه. احمد شاه بابا په۱۷۷۳ کال کې پسله شپږويشتوکالو پاچاهۍ څخه وفات او مړ سو او په کندهار کې د خرقي شريقي د تعمير ترڅنګ ښخ سو.

د کندهار ملي موزیم سمول

د فارس پخوانی ١۵ لوي ښارونه
ددي نقشي جوړونکي نوريمبرګ اينګراور او نشرونکي يي جوهان بابتيست هومان دي په انځور يا نقشه کې په فيرشييا کي د (۱۶۶۳-۱۷۲۴) پورې د غوره سوو ښارونو څخه ليدنه کيږی چې دا ښارونه وسمهال په، افغانستان، سويلي روس، ختيځ ترکيه او کاوکاوس سيمه کې موقعیت لري. په دي نقشه کي تر ټولو مهم او لويو شيانو ته اشاره سوی ده، د مثال په توگه، ښار سره د ګيټ، ديوالونه، اوبييزه برخه، رويال ماڼۍ، مارکېټونه او داسي نور. د ښارونو طريقه او ځای پر ځای کيدنه په لاندې ډول ده:
  1. استراخان، روس
  2. دیربینت، داګیستان، روس
  3. ټيپليس، جورجیا
  4. کارس، ترکيه
  5. ايرزرام، ترکيه
  6. باکو، آذربایجان
  7. سلطانيه (زنجان ولایت)، ايران
  8. سماکسی (شيروان سيمه)، آذربایجان
  9. ييروان، ارمانيا
  10. شيراز، ايران
  11. کندهار، افغانستان
  12. اردبیل، ايران
  13. کاشان (اصفهان ولایت)، ایران
  14. اصفهان، ايران
  15. بندر عباس، ايران
  • اصفهان د فارس د سلطنتي پلازمینې په توګه پیژندل سوی او د نورو ښارونو څخه لوی وو.
  • شیراز د فارس د پخواني ښار او د پارس د امپراتورۍ د پلازمینې په توګه پیژندل سوي وو.
  • کندهار د هغه وخت د فارس يو لوي پورټ، ښار، او د پارس او هند تر منځ تر ټولو لويه تجارتي پوله هم وه.
  • ايرزرام، په اوسني ترکيه کې موجود يو ښار دي، چي (die Grantz-Stadt) په نوم پيژندل کيدي چي په ارمانين ژبه کي يي مطلب (ارمانين بارډر ښارګوټي) دي

دا ملي موزيم نور پر معیار برابر سو. د کندهار د ملي موزیم ټول تاریخي او لرغوني آثار ۷۹۱ اووه سوه یو نیوي دي. د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په وينا دغه آثار د مرکز څخه د راغلي لرغون پیژندني د ډلي له خوا تشخیص، پاک او زمانی یي مالومي سوي. د کندهار ملي موزیم ته به نور ننداره کوونکي د لس افغانیو ټکټ تر اخیستو وروسته ورځي. د کندهار ملي موزیم اوس د هیواد د نورو معیاري موزیمونو په څیر دی.

خوب اوسېدونځاې او پټرولیم سرويس سمول

royalafghanhotel.com
(د کندهار ولايت تر ټولو لوړ بيه هوټل)

تلفن سمول

په کندهار کې د اتصالات او افغان بيسيم سيمکارټونو څخه په کار اخیستلو هر څوک هر ځاي ته تماس نيولاي سي.

اینټرنټ سمول

په کندهار د افغانستان معياري سيمکارټونه لکه اتصال، روشن، افغان بيسيم او داسې نور هم سته، کوم چې د خلکو د انټرنېټ زريعه جوړيږي. د کندهار په ډيرو ځايونو کې واي پاي نسته، خو په نړيوالو هوټلونو کې يي د واي پاي سيسټم موجود دي.

امنیتی کچه سمول

  د ويزې بنديزونه:
د پاکستانۍ پنجابیانو لپاره سيمي ته د ننوتلو اجازه سته، خو د احتياط نه كار واخلي، ځکه چې کيدای سي د ځينو شخصي خلکو سره پر لانجه واوړي
 
کندهاري ماشومانو د امنیت د راتګ سره سم د کور او کلي څخه راوځي، او خپل ژوند د سره څخه شروع کوي
 
د کندهار ښار په يوه هواره سيمه کي پروت دي پر کندهار ښار د لويي ډلي يا کوم ګروپ حمله ناممکنه ده

د کندهار په ولایت کې په هره سيمه کې پوليس هميش پر ګزمه وي. د کندهار ښار او د ښار شاوخوا لکه د پنجوایي ولسوالۍ او ارغنداب ولسوالۍ يي پوره امنیت لري، په نورو برخو کې کي هم امن سته، خو کله ناکله سپک او درانه جنګونه يا غلچکي بریدونه تر سره کيږي.

معلوماتی سرچینې سمول

سفارت‌ خانۍ سمول

د کندهار ولایتي کوډ:  ٠٣٠

  •   ايران، کندهار- سړک (جاده) - د کندهار   هرات لار  د ډنډ چوک سره نږدي- شپږمه ناحيه

،  +۹۳ ۷۹۹ ۷۴۲ ۸۰۰، فکس: ۲۰۰۳۰۹۶-۲۰۰۲۱۱۷-۲۰۰۱۹۵۲، برېښنالیک: .
د قونسلګرۍ سيسټم:
د قونسلګرۍ نماینده ګۍ اکثريت يا ډیری وختونه د ويزه جاري کولو لپاره وي، وختونه يي په لاندې ډول دي:
١. د سوداګر مسافرو ویزي لپاره شنبه او دوشنبه
٢. چهارشنبې په ورځ د ترانسپورت ويزه
٣.چارشنبه د دنيا ګرځيدنې ورځ
۴. برسيره پردې د شنبې څخه تر چهارشنبې پورې، د غوښتونکو د ويزې جاري کول، سوال جواب، او منل سوي ويزي جاري  کول.
.

  •   هند، ښار نو. شپږمه ناحيه، کندهار- هرات سړک، افغانستان

، برېښنالیک: .

  • د پاکستان سفارت

او داسې نور سفارتونه په کندهار کې موجود دي.

سرچینې سمول

د کندهار په نوم دا ليکنه يو ښه ليکنه ده. په دي ليکنه کې د سيمي ګرځيدو ډيري لارښودنې موجودي دي. د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.