د کندهار او چمن تر منځ ځمکنۍ سفر به د هغو خلکو لپاره چي د جنوبي افغانستان څخه د پاکستان پر لوري ځي يو ډېر بهتره سفر وي. خو د لارې په اړه پوهيدنه ډيره مهمه خبره ده، ځکه ستاسو يوه کوچنۍ غلطي ستاسو د مرګ سبب کيدلای سي. خو تر هرڅه وروسته دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې لاره ده که چيرې سم سفر وکړي نو هيڅ مشکل هم نه لري.

پنځه مهم شرطونه سمول

که چېرې د کندهار او چمن تر منځ د ساعتيري لپاره سفر کوي، نو دا لاندې شپږ خبرې په پام کي ولري:

 
د کندهار او بلدک پر لاره د امنیتي ځواکونو پوسته

١. پر دغه لاره به تر ۴ زياتي لويې د امنیتي ځواکونو پوستې راځي، چي يوه يا دوي به يې ستاسو څخه پوښتنې وکړې يا به مو تلاښي کړي.
٢. که تاسو د افغانستان اوسيدونکي ياست نو د تذکرې په ورښکاره کولو به تاسو پريښودل سي او د پاکستان او يا بل هيواد اوسيدونکي ياست نو د ويزې او پاسپورټ لرل درته ډير مهم دي.
٣. په دي لاره کې د امنیتي ځواکونو سره ډير په احترام خبرې وکړې، ځکه چې ددي لارو او سيمو د خلکو په افغان ځواکونو په خاصه توګه پولیسو باندې ډيره سخته خوا بديږي.
۴. دلته پر دي لاره هيڅکله هم د حامد کرزي، ملا محمد عمر او نورو سياسي غړو يا ګوندونو په اړه ډير بحث مه کوي، په خاصه توګه د طالبانو.
۶. د کندهار ولايت په ٢٠١٧م کال کې د افغانستان لومړی ولایت وو، چي پکښي پر پاکستانۍ کلدارو بنديز ولګول سو. په ياد ولرئ، که چيرې دولت پر پاکستاني کلدارو کارونه ونيولې، نو تاسو او دکاندار دواړو ته به سخته سزا درکول سي. نو هيله ده که تاسو د هرات غزني کابل يا پاکستان څخه کندهار ته راځي نو پيسې مو افغانيو ته واړوي.

مهمې معلومات سمول

د کندهار څخه چمن ته هره ورځ په زرګونو موټران ځي راځي، او د کندهار ښار د بس اډې څخه بيا تر چمن پورې شاوخوا ١۲۵ کيلومتره واټن (مزل، لاره) ده. د کندهار څخه هره ورځ په زرګونو موټران لومړی سپين بولدک او بیا چمن ته ځي، د چمن او سپين بولدک تر منځ واټن بيا شاوخوا ١٠ کيلومتره دي. او په سپين بولدک کي هر وخت په سلګونو ټکسیاني د چمن تر پولي د تګ راتګ لپاره پورې موجودي، او د بولدک اډه د پيسو بدلولو، د پاکستان ويزې اخيستلو، د شپي پاته کيدلو، د ډوډۍ خوړلو، د لمانځه او اودس تازه کولو لپاره ۲۴ ساعته خپل خدمات تر سر کوي.

امنیتي حالت سمول

د کندهار ولايت امنیت ښه دي او که کومه ستونزه رامنځ ته سياسي نو دکندهار ولایت د پولیسو سره د ژر او پر وخت اړیکی نیولو لپاره، پر لاندی شمېرو زنګ ووهي. دغه لاندينۍ شمېرې د امنیتی پیښو د مخنیوی، دجنایی او نورو ستونزو د مخنیوي لپاره وکاروي. چی په ښار او يا ولسوالیو کی د پیښو د مخنیوی او د پیښه د رامنځته کیدو پر مهال د پولیسو سره اړیكه ونیسي. کولای سی په هر ډول حالاتو کی ددې شمیرو سره د اړیکی نیولو پر مهال د پولیسو څخه مرسته وغواړي. کوښښ وكړی چې بی ځاېه له دی شمیرو ګټه پورته نکړې.

سرچینې سمول

د د کندهار او چمن تر منځ ځمکنی سفر په نوم دا ليکنه يو ښه ليکنه ده. په دي ليکنه کې د سيمي ګرځيدو ډيري لارښودنې موجودي دي. د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.