ميانشين يا ميانشين ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ. چي د افغانستان د ولسوالۍ په ترس کي ځاي لري. ددي ځاي خلګ ډير تکړه او او ښکلې نظام لري، دوي د داوود خان د حکومت څخه نيولې بيا د طالبانو تر حکومته پورې د جنګ شپي او ورځي ليدلي دي. ددوي تجربې او کارنامې ددي خبري ددي لامل سوي چي وس دلته امن او امان دي، خو ياده دي وي چي خلګ يي نن ورځ هم ډېر څه نه لري او غريبان دي.                                     

د ميانشين په ولسوالۍ کې د هغه ځاي د مشرانو انځور

ننوتل سمول

ميانشين ته د ننوتلو په په وخت ډيري مهمي پوستې (د امنیتي ځواکونو ځایونه) راځي. کوم چې په دي ورځو کې ډير ښه چلند لري هيڅکله ظلمونه غلا جرم او غيري قانوني کار نه کوي.
د الوتکۍ پوسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د ميانشين ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله: سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر پوسیله: د کندهار ښار څخه لري پرته دا ولسوالۍ هره ورځ ښار ته د تګ راتګ لپاره شاوخوا ٧٠ موټران کاروي، مطلب ددي سيمي څخه ښار ته هره ورځ ٧٠ موټران تګ راتګ کوي.
د بس پوسیله: په دامان ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري.

څه باید وکړو سمول

که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي  مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي. 
تعلیم: د ميانشين د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي د ميانشين خلګ وس مهال لږ تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې د ميانشين  خلګ بلکل بي تعليمه وه.

پیسۍ سمول

د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.
رانیول: د ميانشين ولسوالۍ په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي. او د ميانشين ولسوالۍ مرکز ته ورسي.
جیب خرڅ: په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.
اینټرنټ: په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي ددي ولسوالۍ په مرکز کې ياست ښه کار کوي ځکه چې ټول انتنونه يي د د مرکز سره په نږدي سيمو کې پراته دي.

امنیتی کچه سمول

د ميانشين په ولسوالۍ کې وس مهال خير او خيرت دي او اوسني خلګ يي وايي په دي امنيتي حالت راوستلو کي بي له شکه د اوسنۍ قومندان جنرال رازق لاس دي او نوو مشرانو لاس دي..

سرچينې او وېشنيزي سمول

  د نور معلومات لپاره د کندهار ليکنه هم وګوري