ماروف يا معروف ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده، چي لویدیځ ته يي ارغستان، همدارنګه شمال ته زابل ولایت، او جنوب ختيځ ته يي پاکستان هيواد پروت دي، نو ځکه دا ولسوالۍ د کندهار ولايت په امنیت کي ډير لوي رول لري. دا يوه ډيره په زړه پورې سيمه ده. او ځمکي يي وچي او اوبه يي کمي دي،نو ځکه دلته خلګ په ډيره غريبي کي ژوند کوي. په دي ولسوالۍ کې لږ شمير بزګران دي او نور يي بيا د کندهار ښار په شاؤخوا کي په کار اخته دي.

د معروف ولسوالۍ د کلي اسيدونکي د يوې وړوکی وداني مخته

ننوتل سمول

معروف ولسوالۍ ته د ننوتلو په په وخت شاوخوا ډيري پوستې د امنیتي ځواکونو ځايونه راځي، چي زياتره شمېر يي په دريشي کي وي، او دلته شاوخوا هرځاي د عسکرو لنجر تيريږي، هغه ځکه چې پخوا به پاکستاني طالبان ددي سيمو څخه افغانستان ته راتلل . تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د لويي لاري په وسيله معروف ولسوالۍ ته راتلاي سي. سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي. د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، ميوند ولسوالۍ، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، په دي ولسوالۍ کي هم د کندهار نړیوال سړک تيريږي، کوم چې وس مهال سم جوړ نه دي. په معروف ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري.

د لیدو وړ ځایونه سمول

دا ولسوالۍ د انځورګرانو لپاره ډيره ښه ده، په معروف ولسوالۍ ډيري ښکلې د خټو مسجدونه، خيمييز کورونه، د کوچيانو رمي، د پخواني شوروي ټانکونه، د افغان ځواکونو نوي پوستې، او د هغه ځاي ډول ډول کورونه او داسې نور..

څه باید وکړو سمول

که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي. د معروف د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي د معروف ولسوالۍ خلګ وس مهال لږ تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې د معروف ولسوالۍ ډير خلګ بي تعليمه وه. د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي. د معروف ولسوالۍ په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي، يا د په لاره کي يي رانيسي، او يا يي هم د ولسوالۍ په مرکز کي رانيسي. د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی. په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي. د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د معروف ولسوالۍ د پوليسو يا د کلي د ملک سره تماس ونيسي. په معروف ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي. دا ولسوالۍ په ١٩٩٦ کال کي د طالبانو د مهم ځاي په توګه کاريده، ځکه چي طالبانو در بل هرځای په کندهار کې ډېر پلويان درلودل. خو اوسمهال يي امنیت ډير ښه او برابر دي، ځکه چي وس د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق دي.

سرچينې او وېشنيزي سمول