د کندهار ولایت ولسوالۍ

سپين بولدک يا سپين بولدک ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت ختیځه برخه ده، چي لویدیځ ته يي دامان ولسوالۍ، شمال ته ارغستان ولسوالۍ، ختیځ ته قلعه عبدالله (پاکستان) او جنوب ته يي ښوراوک ولسوالۍ پرته ده. دا يوه ډيره په زړه پورې ښکلې او د افغانستان د لويو تجارتي ولسوالیو څخه ده، ددي ځاي خلګ په بزګري، تجارت، بار وړوني، او چوپانی بوخت دي.

د سپين بولدک په ولسوالۍ کي د افغانستان او پاکستان پوله، انځور ٢٠١٠م کال

ننوتل سمول

سپين بولدک ته د کابل لخوا راتګ تر يو حده لوي او ستړي سفر دي، خو د چمن پاکستان څخه تر ننوتلو وروسته همدا ولسوالۍ شروع کيږی.
د الوتکۍ پوسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت، او وروسته د سپين بولدک ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله: سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي. او که چيرې برابر سي نو دا ولسوالۍ به د کندهار لمړي ولسوالۍ وي چي د اورګاډي پټلۍ به پکښې راتيريږي
د موټر پوسیله: د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، د کابل څخه تاسي تر کندهاره استعمال کړي، او وروسته په کندهار ښار کې د سپين بولدک او چمن لويه لاره موندلې سي چي هغه لاره تاسي سيده د سپين بولدک ولسوالۍ ته رارسوي. د چمن کندهار لاره تر ډيره حده پورې جوړه ده
د بس پوسیله: په سپين بولدک ولسوالۍ کې د بس سيسټم سته مطلب تاسي د کندهار ښار څخه تر چمن پوري د پلانکوچ له لارې سفر کولاي سي. او کندهار ښار په خوله کي او په سپين بولدک ولسوالۍ کې د بسونو لويي اډي سته.

تاریخی سیمی، او د ليدو وړ ځایونه سمول

د چمن دروازه، د شوروي اتحاد ويجاړ ټانکونه او نور. د لیدو وړ ځایونه:د سپين بولد بازار، د لوي هوټلونه، ګمرک، د پوټبال لوي سټيډيم، د لقمان کلي، او داسي نور.

څه باید وکړو سمول

هميشه په خپل خوله پام کوي، د هرچا لپاره اجازه نه سته، چي د جنرال رازق نوم واخلي که چيرې تاسو يو لوي نفر يا خبريال ياست تاسو ويلي سي چي ښاغلي جنرال عبدالرازق د عامو وګړو لپاره د جنرال رازق نوم په دي ولسوالۍ کې ريس صاحب دي. او که چيرې تاسو عام وګړي ياست او دده اصلي نوم واخلي نو تاسو به په لوي جنجال اخته سي. که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي. کچيرې د ښځو د انځورونو اخيستنې په حال کې ونيول سي نو ددولت تر رارسېدو ترمخه به مو خلک زيات ژوبل يا ووژني.

تعلیم سمول

د سپين بولدک ولسوالۍ ته د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي په دي ولسوالۍ کې وس مهال خو ډير تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې دلته ډير خلګ بي تعليمه وه.

پیسۍ سمول

د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي. هسي خو دا قانون د هرې ولسوالۍ لپاره دي، خو دا اعلان جنرال رازق کړې وو، او رازق ددي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، نو دا قانون ددي ولسوالۍ د خلکو لپاره ډير لوی اهمیت لري

رانیول سمول

په ده ولسوالۍ کي په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته، که کولای سي ددي ولسوالۍ په مرکز بولدک کې هر څه رانيسي. که چيرې پاکستان ته ځي نو د چمن د لارې د خوراکي توکو اخيستنه هم ښه ده، او که کندهار ته راځي بیا پرلاره باندې د تيلو پمپونه سته، او وروسته د کندهار پر د کندهار هوايي ډګر شاوخوا سيمه چي د ښوراندام په نامه ده تر ٢٠٠ زياتي کارخانې او او نور په سلګونو دوکانونه لرې.

خوراک سمول

سپين بولدک ولسوالۍ د افغانستان تر ټولو لوي او تجارتي ولسوالۍ ده، او دلته په مرکز بولدک کي يي هر څه د خوراک لپاره موندل کېږي ل: انار، انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه،(ميوي)، خواړه: بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي او داسې نور هم پيدا کيږی.

جیب خرڅ سمول

په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ۵۰۰ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ۶۰ يا ٧٠ افغاني کيږي. خوب: د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تګ نه دي پکار ، ځکه چې سپين بولدک مرکز د ډيرو زياتو هوټلونو درلودونکي دي.

ارتباطات سمول

په سپين بولدک ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي

اینټرنټ سمول

په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.

امنیتی کچه سمول

دا ولسوالۍ په ٢٠٠١ کي د طالبانو تر بل هرځای مهم وو. خو اوسمهال يي امنیت ډير ښه او برابر دي، اوکه چيرې د پاکستان لخوا ډز او ډوز شروع سي په ډيره چټکۍ سره جواب ورکول کېږي. ځکه چي وس د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق خپله هم ددې ولسوالۍ اوسېدونکي او دلته زيږديزلي دي.

سرچينې او وېشنيزي سمول