هوايي ډگر په افغانستان کي

د كندهار هوايي ډگر[مړ لينک] د امريكايي مهندسينو لخوا په ۱۳۴۲ لمريزكال كي جوړسو. نوموړى ميدان په منځنۍ آسيا كي يو له نړيوالو ميدانونو څخه دئ، چي ځانگړى اعتبار لري او زموږ ملي هويت ته افتخار وربخښي. په ۱۳۵۳ لمريز كال كي دافغانستان هوايي ځواکونه هم په دې ميدان كي ځاى پرځاى سول. په لومړيو كي دكندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ نفرو ته رسېدى. د ډاكټر نجيب الله دواك په وخت كي د داخلي جگړو په وجه او پرهوايي ميدان باندي د مخالفو ځواكونو له خوا د راكټونو د توغوني له امله ملكي الوتني په ټپه ولاړي وي. د طالبانو د واك پر مهال ملكي الوتني بېرته له سره پيل سوي او همدارنگه د عربو متحده اماراتو او هندوستان ته بين المللي پروازونه كېدل. د سپتېمبر د ۱۱ نيټي تر پېښي وروسته دكندهار هوايي ميدان د جگړې په مركز بدل سو، چي د جگړو په اثر د هوايي ډگر عمارتونه تخريب او د هوانوردۍ ټول تاسيسات له منځه ولاړل.

اوسنى حالت سمول

مؤقت حكومت له دورې څخه بيا تر۱۳۸۴ كال پوري د یو اس آی دی موسسې لخوا د هوايي ډگر د بيا رغوني كار جريان درلودى او د ۱۳۸۴ كال د مېزان په مياشت كي د هوايي ميدان ترمينل او د هغه مربوط شعبات په فرنېچر او موبل تجهيز او د لومړنيو الوتنو وسايط هم د نوموړي مؤسسې په مرسته برابر سوه، د دې سره سره د مامورينوهستوگنځايونه بېله رغوني پاته سول. په ۱۳۸۶ كال كي د ولايت مقام د خاصي پاملرني او هڅو په نتيجه کي يو باب سالون د بهرنيو او داخلي مېلمنو لپاره د ټولوتجهيزاتو، موبل او فرنېچرسره ورغول سو. د ترمينل شاوخوا سړكونه په قيرورغول سول او د هوايي ميدان پرسونل وستايل سوه. په دې وروستيو كي يو ملي تجار چي دافغان يونايټيډ بانك مشري هم پر غاړه لري د ۱۱۰۰۰۰ زره امريكايي ډالرو په لگښت د هوايي ډگر عمومي پارك بيا ورغوى او د هوايي ميدان سره يې د فرنيچر مرسته وكړه. د كندهار د هوايي ميدان د هوانوردۍ ملكيت ۱۰ زره جريبه ځمكه ده، چي د دې څخه يوازي ۱۰ جريبه يې د ملكي هوايي ميدان په لاس كي ده او پاته نوره ټوله يې د ايساف ځواكونو، د ملي دفاع وزارت او داخلې وزارت ځواكونو تر خپلي ولکې لاندي ده. د كندهار هوايي ميدان د كندهار ښارد (نوي ښار) په سيمه كي ۸ بابه د هستوگني كورونه لري، مگر د زورواكو لخوا په زوره نيول سوي دي، چي د ډېرو هلو ځلو كولوسره سره د هوايي ميدان آمر په دې نه دئ توانېدلى چي نوموړي هستوگنځايونه د هوايي ډگر په چارو كي وكاروو. د ملكي هوايي ميدان (ټاور) فلج دئ او د الوتكو كنترول دآيساف ځواكونو په لاس كي دئ. د ميدان آمريت يوازي يوه سنافتيكي (زراعتي) دستگاه لري او د موجوده وضعي راپور د ايساف ځواكونو ته وركوي. ملكي هوايي ميدان ۱۸ اطاقونه لري، چي لاندي ارگانونه له هغو څخه گته اخلي: د هوايي ميدان سرحدي پوليس ۵ خوني د آريانا هوايي شركت دوې خوني د پامير هوايي شركت يوه خونه د كام اېر هوايي شركت يوه خونه د ايساف ځواكونه يوه خونه د گلوبل امنيتي شركت يوه خونه د ميدان د امنيت مديريت يوه خونه د ميدان د گمرك مديريت يوه خونه داوي آيل شركت يوه خونه د هوايي ميدان آمريت څلور خوني

موقيعت سمول

 
د کام اير تياره په ٢٠١٢ کال کې په کندهار نړیوال هوايي ډګر کې. يادونه دي وي چې د افغانستان بغير په ټوله آسيا کې هيڅ يوه هيواد هم پر داسې دراځه سيمه خپل هوایي ډګر نه دي جوړ کړي.

د کندهار ولايت نړیوال هوايي ډګر د کندهار ښار په جنوب ختیځه برخه کي په ۱۶ کیلومتري کي موقیعت لري

بڼه او پرسونل سمول

 
د اي آن ١٢ (En 12) اسکادران د برتانوي رويال هوایی ځواکونو د طيارو د لړليک څخه د ټوکرانو(Tornado GR4) جيټ و پرواز کوني ته د امادګي په حال کې.
 
د امريکايانو جيټ په ٢٠١٣ کي بيرته خپل هيواد ته د تګ په حال کې.
 
د امريکايانو يوه لويه بار وړونکي طياره چي د اي آن بوينګ ثي ١٧ (انګریزي:EN Boeing C-17) په نامه هم پيژندل کيږی.
 
د اي آن ام قيو ٩ (انګریزي:En MQ-9) د کندهار د نړيوال هوايي ډګر څخه د وتلو په حال کې.

د ميدان آمريت ۲۶ نفره پرسونل لري، چي ۱۰ نفره يې مامورين، ۱۳ يې خدمتي اجيران او ۳ نفره يې اجيرباالمقطع دي. د ذكرسوو ۱۰ نفرو مامورينو څخه يې ۵ نفره مسلكي او ۵ اداري دي، چي د الوتنو له شروع بيا ختم پوري همهلته وي

پروازونه او فعالیتونه سمول

په کندهار نړیوال هوايي ډګر کي دري داخلي شرکتونه اریانا افغان، کام ایر او صافي هوايي شرکت فعالیت کوي او ددي تر څنګ پکښي یو ایرانی هوايي شرکت (آسمان) هم پروازونه کوي.

داخلي او خارجي پروازونه سمول

نړیوال پروازونه

  • متحده عربي امارات
  • هندوستان
  • ایران

داخلي پروازونه سمول

  • کندهار کابل
  • کندهار هرات
  • کندهار ډيلي
  • کندهار دبي

فعاله هوايي شرکتونه سمول

  • آریانا
  • افغان
  • کام ایر
  • صافي
  • ایران آسمان
  • برجو
  • هتلر
  • سور صلیب
  • یوناما
  • او یو ان هاس

د پروازو ورځني پلان سمول

لطفآ دري ساعته مخکي د پرواز تر وخت کندهار نړیوال هوايي ډګر ته تشریف وروړي تر څو مو پرواز پر وخت وسی .کندهار نړیوال هوايي ډګر د پرواز د ناوخته کیدو په صورت کي کوم مسولیت نه لري.

سرچينې او وېشنيزي سمول

د د کندهار نړيوال هوايي ډګر په نوم ددې هوايي ډګر ليکنه يو ښه ليکنه ده. په دي ليکنه کې د هوايي ډګر اړوند ډيري لارښودنې موجودي دي. په ليکنه کې ورکړل سوي معلومات دې هوايي ته د سفر کولو لپاره سم دي، ددي معلوماتو په لړليک کي د سفر وخت، او نور ډېر څه هم په ليکنه کې ورګډ سوي دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.