د کندهار ولایت ولسوالۍ

خاکريز يا خاکريز ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ، چي د پنجوايي، غورک، شاوليکوټ ميوند او ارغنداب سره پوله لري، ددي ولسوالي تر ټولو زيات تاريخي زيارتونه ددي سيمي په مرکز شا آغا او شاغونډان بابا کي دي، دا سيمه د مجاهدینو او اوسني طالبانو لپاره د جګړې ګرم ډګر وو. دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده، ددي ځاي خلګ په ميلمه پالنه کې د افغانستان تر هيڅ ځای کم نه دي. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ رمي پيايي او د ځينې نورو بيا کسب يي بزګري ده.

د خاکريز د يوي ښکلې سيمي انځور
Travel Warning خبرداری :

خاکريز ولسوالۍ ته سفر پیلول په دې شپو ورځو کې یو څه ستونزمن او آن د سر په زیان تمامېدای سي. خو که بيا هم تګ غواړي نو يو وار د کندهار پولیسو سره مشوره وکړي، ولې چې د کندهار پوليس په دي توانېدلي چې د جنګي جنايتکارانو مخه ونیسي

ننوتل سمول

خاکريز ته د ننوتلو په په وخت شاوخوا ٨ د امنیتي ځواکونو پوستي راځي، چي زياتره شمېر يي په شخصي کالو کي وي، او اوس مهال دلته د تګ راتګ پر مهال ډير احتياط پکار دي.
د الوتکۍ پوسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د خاکريز ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د ټرین پوسیله: سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر پوسیله: د کندهار کابل پر لويه لاره چي د ارغنداب ولسوالۍ په سيمه کې تيريږي، خو دي ولسوالۍ ته د تګ پر مهال بايد تر ارغنداب ولسوالۍ تير دي، دا لاره خو په ارغنداب ولسوالۍ کې فعاله ده خو نړیواله لوي کابل کندهار لاره لا تر اوسه ګډوډۍ لري، مطلب وس مهال سم جوړ نه دي.
د بس پوسیله: په خاکريز ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري، خو ددي ولسوالۍ څخه لري د ارغنداب په خوله کي مطلب د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر غاړه د کندهار د بسونو لويه اډه ده.

د لیدو وړ ځایونه سمول

د خاکریز ولسوالۍ سيمه

شاآغا زيارت، شاغونډان بابا زيارت، او داسي نور زيارتونه په خاکريز ولسوالۍ کې موجود دي، خاکريز د کندهار تر ټولو زیات زيارتونه لري. د شاآغا زيارتونه، خدايي د اوبو ښکلې چيني، د شاآغا ميله، د خاکريز غرونه چي د ټول خاکريز پر ځمکه پراته دي او ټول زيارتونه تري ليدل کېږي. هره هفته په زرګونو خلګ د کندهار، هلمند، کوټې، او زابل څخه په چکر راځي څو د ښکلي سيمو سره سره ښکلې زيارتونه هم وويني.
څه باید وکړو: که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي.
تعلیم: د خاکريز د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي د ارغنداب خلګ وس مهال لږ تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې د خاکريز خلګ بلکل بي تعليمه وه.
پیسۍ: د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.

رانیول سمول

د خاکريز په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي، يا د ارغنداب د شاآغا پر دوراهي چي د پنجوايي او خاکريز تر منځ لاره ده دلته يي رانيسي، او يا يي هم په ناګهان يا مناره کي رانيسي، کوم چې د ارغنداب او خاکريز پر عمومي لاره پرته علاقه ده.
خوراک: د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، کوم چې د خاکريز پر سنګ پرتي ولسوالۍ دي، دلته د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی.
جیب خرڅ: په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.
خوب: د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د ارغنداب په ولسوالۍ کي شپه تيرولاي سي. خو پام مو وي که چيرې تاسې د خاکریز په دښتو کې پاته سولاست، نو بيا مو د امنیتي ځواکونو مرسته پکاريږي، کني نو دا غلطي ستاسو د مرګ سبب هم کيداي سي.
ارتباطات: په خاکريز ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي اینټرنټ: په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.
امنیتی کچه: دا سيمه که مجبور ياست چي ورسې بيا يو خبره ده، او که چيرې د چکر ساتيري لپاره ځي نو بيا د کندهار ولايت امنيتي سيمو لکه: ژړۍ ولسوالۍ، ارغنداب ولسوالۍ، بولدک ولسوالۍ، او داسې نورو ته سفر وکړي.

سرچينې او وېشنيزي سمول