د کندهار ولایت ولسوالۍ

ارغنداب يا ارغنداو د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده، چي د پنجوايي، کندهار، شاوليکوټ او خاکریز ولسوالیو سره پوله لري. دا ولسوالي شاوخوا د ارغنداب پر پله چي باغ پل نوميږي نيم افغانستان سره نښلوي . دا يوه ډېره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده. په دې ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ بزګران او لږ شمېر يې بيا عسکر دي.

هغه څه چی باید پرۍ وپوهیږو، اوسيمې ته ننوتل سمول

 
د ارغنداب د ولسوالۍ په سيمه کې د يوي ښځي او يو سپين ږيري انځور پر زرنج د ناستې په وخت کې

ارغنداب ته د ننوتلو په په وخت شاوخوا ٣ مهمي پوستې د امنیتي ځواکونو ځای راځي، چي زياتره شمېر يي په شخصي کالو کي وي، او قومندانان يي لوي ږري يا لوي بريتي وي کوم چې هغه خلګ يي زيات خوښوئ.

 
د ارغنداب د ولسوالۍ په سيمه کې د محلي پولیسو د يوې امنيتي پوستې غړی. محلي پولیس د کلي د خلګو په پيژندلو کي ډير مهارت لري


د الوتکي په وسیله: تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سی د سويلي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار او وروسته د ارغنداب ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.
د اورګاډي په وسیله: په سراسر کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډی نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دی، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.
د موټر په وسیله:

 
ارغنداب د يوي سيمې خلګ د مسافرت په حال کي په کال ٢٠٠٧ کي

د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، ميوند ولسوالۍ، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پر رود باندې همدا نړیوال سړک تيريږي، کوم چې وس مهال سم جوړ نه دي.
د بس پوسیله: په ارغنداب ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري، خو د ارغنداب په خوله کي مطلب د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر غاړه د کندهار د بسونو لويه اډه ده.
تاریخی سیمی بابا صاحب زيارت، ابراهيم خليفه بابا، خوجك بابا، کاکو بابا، کوټ بابا، خواجه ملک، او داسي نور زيارتونه په ارغنداب ولسوالۍ کې موجود دي.
د لیدو وړ ځایونه:

د ارغنداب رود غاړه ښکلې او صافه هوا لري، د باغ پل د کانونه د رود د غاړې څخه لږ لوړ، د ارغنداب د باغ پل پارک چي باغ وحش هم نوميږي، د بابا صاحب زيات چي ټول ارغنداب تري معلوميږي، د کوهک غرونه چي د ټول ارغنداب په منځ کي پراته دي او ټول ارغنداب تري ليدل کېږي، ددهلی بند چي د ماهيانو رانيولو او پلورلو ميلي او ډول سورنا ځاي دي. هره هفته په زرګونو خلګ د کندهار، هلمند، کوټې، او زابل څخه په چکر راځي څو د ښکلي اوبو سره سره پر ماهيانو هم خوند اخلي.
څه باید وکړو:

 
د ارغنداب ولسوالۍ په سيمه کې د کليوالو هلکانو او يوه امريکايي ګډ انځور

که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي.

تعلیم سمول

په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوهنې او روغتيا د خدماتو په اړه وويل چې د دې ولسوالۍ په تشکيل کې ٢٢ ښوونځي دي، چې پرانيستي او شاوخوا ۴۵٠٠ زده کوونکي په کې زده کړې کوي. خو د پوهنې پر رياست نيوکه کيږي چې د پوهنې بهير له ستونزو ډک دى او هغوى ورته لازمه پاملرنه نه کوي. يادونه دي وي چې ډېرى ښوونځي ودانۍ او د احاطې دېوالونه نه لري، دغه راز د مسلکي ښوونکو او درسي لوازمو کمښت هم جدي ستونزې دي.

پیسۍ سمول

د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.
رانیول: د ارغنداب په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي، يا د شاآغا پر دوراهي چي د پنجوايي او خاکريز تر منځ لاره ده دلته يي رانيسي، او يا يي هم په ناګهان يا مناره کي رانيسي.

خوراک سمول

د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی. جیب خرڅ په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ۵٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ۶٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.

خوب سمول

د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د ارغنداب په ولسوالۍ کي شپه تيرولاي سي. خو پام مو وي که چيرې تاسې د خاکریز دښتو ته ورواوښتلاست، نو بيا مو د امنیتي ځواکونو مرسته پکاريږي، کني نو دا غلطي ستاسو د مرګ سبب هم کيداي سي.
ارتباطات: په ارغنداب ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي
اینټرنټ: په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.

امنیتی کچه سمول

 
د ارغنداب ولسوالۍ په سيمه کې د افغان او امریکايي ځواکونو سره د کليوالو خلګو يو ګډ انځور

دا ولسوالۍ په ٢٠٠١ کي د طالبانو د مرکز په توګه يعنې د هغو د ارګ په توګه کاريده، ولي چي ملا محمد عمر شاوخوا په همدي سيمو کې پيداسوي وو، نو ځکه يي در بل هرځای په کندهار کې ډېر پلويان درلودل.

دا هم وګورۍ سمول

سرچينې او وېشنيزي سمول

د ارغنداب په نوم دا ليکنه يو ښه ليکنه ده. په دي ليکنه کې د سيمي ګرځيدو ډيري لارښودنې موجودي دي. د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.