سويلي افغانستان د افغانستان يوه برخه ده چه په دې برخه کې د کندهار، هلمند، نیمروز، اروزګان او زابل ولايتونه موجود دي.

د سویلي افغانستان ښارونه سمول

 
د هلمند رود د لمر لوېدو په حال کې

١. کندهار – د افغانستان پخواني پلازمینه دوهم لوی ښار او د سويلي افغانستان تر ټولو لوی ښار دي. دا د آسيا د لويو ښارونو څخه هم ګڼل کیږي. ددي سيمي پخواني نومونه لوي لكه: کندهار او آراکوزيا وه. کندهار ډیر دلیدلو وړ ځایونه اوتاریخی سيمي لری، احمدشاه بابا دکندهار اوسنی ښار جوړکړ چی دوه سوه او اووه پنځوس کلونه وړاندی داښار جوړسوی وو، په کندهار کی چهل زینی هم ډیر عجب جوړښت لری.
٢. هلمند – د افغانستان د ۱۴ لويو ښارونو څخه دي. دا ښار د سويلي افغانستان دوهم لوئ ښار دئ دا سيمه د بست کلا په څېر تاریخي سيمي لري چی یوازی په دی ولایت کی دتاریخی اولرغونو کلاګانو شمیر شپږپنځوسو ته رسیږی چی ډیری مشهوری کلاګانی یی په دی ډول سره دی: دبست کلا، دامیرکروړ زوړ ښار، دصفاریانو کلا، دنادعلی کلا، دګرمسیر کلاګانی، دمخطر کلا، دپنجاب کلا، دبی بی جانی کلا، دسردارمدخان کلا، سره کلا، او نوری دا ولايت ډير وخت تر مخه د کندهار سره ګډ وو.
٣. زابل – زابل يو ډير لوي ولایت دي، چي ډيري نفوس يي پښتانه دي.

يادونه سمول

 
دلته ددي ځاي د خلګو د زړه ګټلو لپاره د ش پر ځای س کاروي، د مثال په توګه د شوم پر ځای سوم، د شو پر ځای سو او داسې نور

په سويلي افغانستان کي سويلي پښتو يا په پخواني نامه (کندهارې پښتو) تر ټولو زيات ويونکي لهجه ده. د تاريخي لحاظه د سيمي د نه ترکولو له وجهې ددوي په پښتو کي ډير تغیر نه دي رامېنځته سوي. د زابل او هلمند خلګ د خپل سيمييزي لهجې ډير ښه خيال ساتي.

ورتګ سمول

 
په ٢٠١٢ کال کې د کام اير هوايي مسافري الوتکه د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کې

په طياره کي سمول

د کندهار نړیوال هوايي ډګر (KDH) اوسمهال د آريانا افغان ايرلاينز او کام اير له لارې هره چارشنبه د کندهار-دبی الوتنې د اريا افغان له لارې او هره دوشنبه د کام اير له لارې کولای سئ; او همدارنګه په هره اونۍ کې دري وارې د کابل او کندهار تر منځ کورني الوتنې د کام ایر له لارې ترسره کیږي چي کله ناکله لږ ځنديږي. د ملګرو ملتونو او آی سي آر سي لخوا الوتنې هم شتون لري خو د ملګرو ملتونو د پرسونل او نورو لخوا منظور سوو سازمانونو لپاره د تګ اجازه سته.

په موټر کې سمول

 
د کندهار او هلمند د لويې لارې يو انځور د دلارام په سيمه کي

دکابل څخه کندهار او زابل ته سفر کيږي د کندهار څخه بيا هلمند ته موټران ځي راځي. که تاسو د کندهار او هلمند تر منځ سفر کوي، نو په شاوخوا ٣ ساعته کي به د کندهار څخه هلمند ته ورسيږي.

د بس په واسطه سمول

 
د سويلي افغانستان د بس يو نامعلوم پخواني ټرمینل

د کندهار ښار په لوېدیځ کې د بس موټرو اډه ده چې له دې ځایه د هلمند، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو په لور مسافر وړونکي موټرونه حرکت کوي. د کندهار څخه د هرات او کابل په لور هره ورځ سلګونه مسافر په دې موټرو کې سفر کوي دلته ځيني هوټلونه، پلورنځي، کتابتونونه، او پټرولیم سرويسونه هم موجود دي.

هغه څه چی باید ويي ګورو سمول

 
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پروت يو کور د شپې لخوا

سويلي افغانستان ځانته ځانګړې ښکلاوي او تاريخي سيمي لري د مثال په توګه:
د هلمند سيند، د بابا صاحب زيارت، قلات ښار، لښکرګاه ښار، د کندهار ښار، د بست کلا، د احمدشاه بابا زيارت، د ميرويس خان نيکه زيات، د شهيدانو چوک، د کندهار هوايي ډګر، عينو مينه، ددهلی بند، د کجکي بند، او داسې نور په زرګونو ځايونه دي.

 
د کجکي بند په هلمند ولایت کې
 
د هلمند دره
 
افغان امنیتي ځواکونه د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې
 
د بادامو ونې يا درختي په زابل ولایت کې
  • کجکي بند
  • ګرشک بند
  • د دهلې بند
  • عینو مینه
  • لوبیستان کندهار
  • عینو مینه

ترسره کړي سمول

په هلمند سیند کې لمبيدنه، همدارنګه د ارغنداب سیند کتنه، یا ترنک سیند انځور اخيسته مو دلته هير نسي.

سفر کونه سمول

 
د افغانستان په سهيل کې د غرونو په لمن کي يو کوچنى کلي

په هرصورت، د پاکستان، ایران او نورو مسلمان هیوادونو خلک ډیری وختونه سویلي افغانستان ته سفر کوي. افغانان په عمومي توګه د سيلانيانو درناوي کوي او دوی ورسره مرسته کوي او لارښوونه هم ورته کوي.

سرچینې سمول

دا ليکنه د سويلي افغانستان په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.