هلمند د افغانستان په سوېل لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د هېواد لسمه برخه جوړوي، طول البلد يې ٦٠ درجې ٦١ دقيقې او عرض البلد يې ٢٩ درجې ٣٠ دقيقې دى. هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري ، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې اروزګان، دايکنډي، غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه دي او سوېل ته يې د١٦٢ کيلومتره په سرحد لرلو سره د ډيورنډ کرښه ده. شمالي برخې ته يې غرونه حلقه سوي او سوېل ته يې ريګستاني سيمې دي، هوا او اقليم يې په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى ، مركز يې لښكرګاه ښار دى او له پلازمېنېكابل څخه ۶۷۱ كيلومتره واټن لري. د يوې غير رسمي سروې له مخې، هلمند دا مهال يو نيم ميليونه نفوس لري.
کولتور
سمولهلمند که څه هم له پخوا زمانو راهيسې د فرهنګ، تمدن او تاريخي ميراثونو مرکز و، خو په دې وروستيو کې يې منظمې فرهنګي چارې دبست فرهنګې ټولنې په جوړېدو سره په ١٣٨٤ لمريز کال کې پيل کړې ، تر هغه وروسته د هلمند ادبي ټولنه،پير روښان ټولنه،سنګ روخام ټولنه،محمود طرزي ټولنه، هاشم سرواني ټولنه، په نادعلي ولسوالۍ کې د ناد علي په نوم ټولنه، په ګرشک کې دشملې ادبي ټولنه ، دغه راز په ګرشک کې دسراج په نوم ټولنه، چې دا مهال د ابي بهير ترڅنګ نهه ټولنې فعالت کوي ، چې تردې مهاله شاو خوا ١٢ سوه شاعران او ليکووالان پکې وخت ناوخته ادبي بانډارونه جوړوي. د هلمند څپانده سيند په نوم کلنۍ مشاعره هرکال په غويي مياشت کې جوړيږي، چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعران يې ګډونوال وي. د هلمند د اطلاعاتو اوکولتور رياست تردې مهاله نه دى توانيدلى، چې موزيم جوړ کړي .
اداري وېش
سمولهلمند د اداري وېش له مخې، د مرکز لښکرګاه په ګډون ۱۹ اداري واحدونه لري ، چې نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، بهرامچه، ناوه خلج، ګرشک، نهرسراج، باباجي،سنګين، کجکي ،موسى کلا،باغران، بغني، میانشین،نوزاد او واشېر ولسوالۍ په کې شاملې دي.
ننوتل
سمولد کابل – هرات لويه لاره له هلمند ولايت څخه تېريږي، دغه راز په لښکرګاه کې ملکي هوايي ډګر هم موقعيت لري .
د برېښنا بندونه
سمولد كجكې د برېښنا بند ددې ولايت يو له مهمو پرژو څخه دى، دغه بندددرې توربينونو په لرلو سره ۱۵۱ ميګاواټه برېښنا توليدولى سي ، چې اوس مهال يې دو ه توربینونه فعال دي ، ۱۰۰ ميګاواټه برېښنا توليد لري. چې د هلمند ترڅنګ کندهار ښار ته هم برېښنا ورکوي. د هلمند مرکز لښکرګاه، سنګین، زینداور او د کندهار ښار د کجکي د بریښنا له برکته روښانه دي. د ګرشك د برېښنا بند، چې دكانال پر سر جوړه سوى، دوه نيم ميګاواټه برېښنا توليد لري، خو همدا اوس يې پر پروژې كار وان دى ، چې د توليد كچه به يې پنځو ميګاواټو ته زياته سي .
- کجکي بند
- ګريش بند
سيند او بندونه
سمولد هلمند سيند، چې په بېلابېلو دورو کې يې نومونه بدل سوي ، زيات نومونه لري، چې د بېلګې په توګه يې دلته څو نومونه اخلو، هيتومند په اوستا کې راغلى، په سانسيګريټ کې هيذمند،بيا هتمند،بيا په هير مند اوښتى او په اسلامي دورکې يې نوم په اوسني هلمند واوښت ،چې لغوي معنا يې پرتمين،بريمن او پرتم دى ، د ډک په معنا هم دى . د هلمند سيند د هېواد د مرکزي سيمو له بابا غرونو سرچينه اخلي ، ١٤ سوه کيلومتره په اوږود والي سره تر ايرانه بهيږي او وروسته بيا په هامون کې غرقيږي، د هلمند سيند په بېلابېلو سيمو کې مرستيالان خوړونه لري، په ځانګړې توګه تر کجکي ولسوالۍ لاندې سيمو کې دسنګين ،موسى کلا،نوزاد،لوى مانده،نرى مانده، خوړونه ، ارغنداب سيند او داسې نور لوى او واړه خوړونه يې مرستيالان دي.
تاريخي ابدې
سمولهلمند ولايت شا وخوا پنځوس تاريخي ميراثونه لري لکه بست کلا،سلطان محمود قصر،ارګ ماڼۍ، تنور کلا،مسجد،اتو کلا،صفار کلا (د یعقوب بن لیث صفاري کلاګاني)، بولان کلا، مخترکلا، دپيرسوز کلا ،د بشران د خواجه بيدار کلا ،شهزاده بابا کلا ،د سپوږمۍ کلا،دخواجه علي کلا، دخواجه غيب کلا، دامير بلند بابا کلا، ددروېشانو کلاوې ،دشملان کلا، د ګرشک کلا، دکلايې سبز کلا، کلاى نو،خانشين کلا،ديشو کلا،خلج کلا،زارس، اتو کلا . داور کلا ،موسى کلا، فتح خان کلا،کرم خان کلا،شاحسين زيارت،ساروان کلا، دلويې ادې کلا،نوزاد سره کلا، دنوزاد مروت کلا، دباغران حرم کلا ګاني، بغني کلا ،برنګ غونډۍ، اسد سوري زيارت، د زیندوار تاریخي سیمه او د امیر کروړ کلاګاني، نادعلي کلا،،سرخودوز کلا، مومن کلا،پنجاو کلا، بيوبي جاني کلا،شاه اسماعيل اغا کلا ، او داسې نورې چې دټولو شمېره يې تر پنځوس اوړي ، چې ډيرى يې اوس مهال دنه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دي.
تعلیم
سمولهلمند دا مهال د عمومي او اسلامي زده کړو ۲۲۵۵ تعلیمي مرکزونه لري، چې تر نیمايي ډېر يې پرانيستي دي ، چې تر ۳۰۰ زره پوري زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي ، چې ٣٠ زره يې نجونې دي او د ۶۷۰۰ ښوونکو له خوا تدريس ورته کيږي . هلمند د لوړو زده کړو موسسې هم لري ، چې يو يې دارالمعلمين دى . دغه دارالمعلمين ٥٥٨ زده کوونکي لري، چې ٢٧٩ يې نارينه او په همدې شمېر يې ښځينه دي ، د ٢١ استادانو له لوري تدريس ورته کيږي ، چې ٤ يې ښځينه دي. د هلمند پوهنتون، په ١٣٨٧ لمريز کال کې تاسيس سوى، چې ۷ پوهنځي لري: کرنه،تعليم او تربيه،انجينري، اقتصاد، حقوق، کمپیوټر ساینس او وترنري [[File:Afghan children wave flags during a celebration of the Islamic religious holiday of Eid al-Fitr in the Garmsir district of Helmand province, Afghanistan, Aug 110831-M-ED643-010.jpg|thumb|په هلمندکې درې خصوصي پوهنتونه وادي هلمند،اراکوزيا او بست هم فعاليت کوي ، چې د طب ترڅنګ، حقوق، کمپیوټر ساینس، انجنیري اواقتصاد پوهنځي لري .ددې ترڅنګ درې انسيټيټوټونه هم فعاليت کوي. په دې ولايت کې ۱۲ خصوصي لېسې دي، تر ۱۵ زره ډېر زده کوونکي لري ، چې ۱۰۰۰ تنه يې نجونې دي.