کوټه چې د شالکوټ په نامه هم ياد سوی، د پاکستان یو ښار دی چې د بلوچستان ايالت پلازمېنه (مرکز) هم گڼل کېږي. دا ښار د بلوچستان ايالت تر ټولو لوی ښار دی چې د حکومتي معلوماتو سره سم ۵۶۵۱۳۷ وگړي لري. دا ښار په پخواني وختو کې د لوي کندهار يوه برخه وه. کوټه د سمندر څخه د ۱۶۸۰ مترو (۵،۵۱۰ فوټ) په کچه لوړوالی لري، چې دا د پاکستان تر ټولو لوړ ښار دی.

پښين سمول

 
د پښين ولسوالۍ سيمه په سره رنګ کښې

پښين يا پښين ولسوالۍ د پاکستان هيواد د  بلوچستان ولایت د کوټې په سيمه کي موقيعت درلودونکي ولسوالۍ ده، ددي سيمي خلګ ډير پښتانه او بلوڅان دي، او سيمييز خلګ يي تر ډير حده غريبان دي. خو ددي سيمي خلګ د پاکستاني نظام مطابق يو برابر ژوند لري.

ويش سمول

پښین اوسمهال خو د بلوچستان (ولایت)صوبې یوه ضلع ده، چې په ۱۹۷۵ م کې د کوټې نه جلا کړې سوه. او د کلا عبدالله سره يو ځای سوه، او په ۱۹۹۴ م کې کلا عبد الله له پښین څخه بېله او ځان ته یوه ضلع جوړه سوه. او "د خوشدل خان بند" له کبله اوس دلته نوره زمکه هم خړوبېږي. 

وروستۍ ځای سمول

ښار له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۱ پورې سخته وچکالۍ ولیده، چې په ترڅ کې یې د واورې اورښت او نورمال عادي باران نه و. په ۲۰۰۳ م کال کې ښار د پنځو کلونو څخه وروسته د واورې حاصلات ترلاسه کړل. په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کې ښار د دری کلونو وروسته د واورې اورښت څخه پرته، په ۲۰۰۶، ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو کې ښار واوره ترلاسه نه کړه مګر په ۲۰۰۸ کې کله چې کوټې په جنوري کې د ٢٩ ساعتونو په موده کې په څلورو ساعتو کې د ١٠ سانتي متره (٤ انډول) واورې ترلاسه کړې. د فبروري په ٢همه نیټه یې په ١٠ ساعتونو کې ٢٤.٤ سانتي متره (١٠ انډول) ترلاسه کړل. چې په تیرو لسو کلونو کې د ښار لپاره تر ټولو زیاته واوره وه. د ٢٠٠ کال د ژمي په جریان کې دا واوره تر لاسه نه سوه.

سرچيني سمول

دا ليکنه د کوټه ښار په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.