ګيانا په رسمي توگه د ګيانا جمهوریت د جنوبي امریکا په شمالي برخه کې د شمالي اتلس سمندرګي په لوېدیځه خوا کې د لوېدیځو طول البلدونو د ۶۱ او ۵۶ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱.۵ او ۸.۵ درجو تر منځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۸۲۵۷۳ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۸۵ یم لوی هېواد دی. شمال او شمال لوېدیځ ته یې اتلس سمندرګی، جنوب ته یې برازیل، ختیځ ته یې سورینام او لوېدیځ ته یې وېنزویلا موقیعت لري.

سياست سمول

د ګيانا لومړی وزیر د ولسمشر او د کابینې نور وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او ولسي جرګې ته مسوولیت لري. د دغه هېواد ولسي جرګه ۶۵ غړي لري چې د خلکو له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. همدا راز په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله دی او رایه ورکول عمومي او اجباري دی. د یاد هېواد حقوقي نظام پر هغو قوانینو ولاړ دی چې د برېټانیا او هالنډي رومي قوانینو له مخې جوړ شوي دي. ستره محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان دی چې دوې برخې لري: د استیناف محکمه؛ یو مشر او درې قاضیان او عالي محکمه یو مشر او ۱۰ قاضیان لري. د ملي یووالي لپاره د ملګرتیا ګوند، د بدلون لپاره ائتلاف ګوند، عدالت د ټولو لپاره ګوند، د خلکو پرمختګ غوښتونکی ګوند او متحد ځواک ګوند د ګيانا له مهمو او لویو ګوندونو څخه دي. دغه هېواد د ګڼو ټولنو تر څنګ په ۱۹۶۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم تر لاسه کړ.

خوب خوراک او څښاک سمول

سرچینې سمول

دا ليکنه د ګيانا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.