کندهار د استوايي اقليم لرونکې دى، سويل خواته يې د شوابک او سري شگې د دښتو موجوديت ددې ولايت ځانگړتياوې صحرايي او نيمه صحرايي ته اړولي دي. په کومو ځايونو کې چې شين غر او کافرجر غرونه موقعيت لري او د ارغنداب سيند يې له کوزنيو سويلي برخو نه تېرېږي، هوا يې معتدله کړې، او د ډنډ، پنجوايي، مېوند، ارغنداب او د شگې ولسوالۍ د ښي او زړه راښکونکي هوا لرونکې دي. پورته يادې شوې ولسوالۍ په پسرلې او اوړي کې ښه مرطوبه هوا لري، ژمې يې نسبتا معتدل او اوړې يې تود وي. د اوړي په تودو مياشتو کې د تودوخې لوړه درجه ۳۰ سانتي گرېډه او منځنۍ درجه يې ۱۹سانتي گرېډه او د تودوخې تيټه درجه يې ۵ سانټي گرېډو ته راښکته کېږي . د کالني اورښت انازه يې له ۲۰۰-۳۰۰ ملي مترو پورې ټاکل شوې. خو په شگلنو سيمو کې له ۸۰ ملي مترو څخه کم وي.