چک د اروپا یو هيواد دي. چک چې رسمي او نړيوال نوم يې د چک جمهوريت دی، د اروپا په منځنۍ برخه کې د سلواکیا، پولنډ، اتریش او جرمني په مينځ کې موقعيت لري او په وچه کې ايسار هېواد دی. دغه هېواد د ختیځ طول البلد د ۱۲ او ۱۸ او د شمالي عرض البلد د ۴۷ او ۵۱ درجو په منځ کې موقعیت لري.
هوا او موسم
سمولپراخوالي یې ۷۸۸۶۷ کيلومترو مربعو ته رسيږي او له دې پلوه د نړۍ یو سل او شپاړلسم هېواد دی. د چک شمال ته پولند او جرمني، جنوب ته يي اتریش، ختیځ ته یې سلواکیا او لويديځ ته یې جرمني پروت دی. د چک جمهوريت نفوس ۱۰،۶ ميليونو تنو ته رسيږي چې په هر کيلو متر مربع ځمکه کې يې نږدې ۱۲۸ تنه ژوند کوي. ۷۳ سلنه اوسيدونکي يې ښاري ژوند لري او پاتې نور يې په کليوالي سيمو کې اوسيږي. په چک هېواد کې د نفوسو کلنۍ وده ۰،۱۱ سلنه ده او اوسيدونکي يې په منځني کچه ۷۸ کاله ژوند کوي. . د چک جمهوريت اوسيدونکي د مختلفو نژادونو اړوند دي. ۶۳ سلنه يې د سپين چکي نژاد، ۴ سلنه يې د موراوي، ۱،۴ سلنه يې د سلواکي، ۰،۴ سلنه يې د سيلزيايي او ۰،۳ سلنه نور يې بيا د رومي، مجاري پولنډي او نورو نژادونو درلودونکي دي. د دغه هېواد ۱۰ اوسيدونکي کاتوليک عيسويان، ۰،۸ سلنه پروتستانت، ۵۴ سلنه د نامعلوم مذهب پيروان او ۳۴ سلنه نور يې بې عقيدې دي