چهل زينه (په پښتو: څلويښت زيني) چي د کندهار د زوړ ښار شمال ته د يو غره سره چې سرپوزه نومېږي چې له بېخه تر څوکې پورې يې يو وخت ۴۵ پوړۍ ورختلي وې. وروسته ترې ۴۳ پاتې سوې او په تاريخ کې د چهل زينو په نوم ياد سو.

چهل زينه پيژنه سمول

 
چهل زينه په ١٨٨١ کال کې

د غر په څوکه يو غار د خونې په شکل جوړ دی چې د شپاړسمې ميلادي پېړۍ مغل واکمنو نومونه پرې کندل (کښل) سوي دي. داسې ښکاري چې پوړۍ د مغلو نه وړاندې جوړې وې ځکه د دوی پلنوالی او اوږد والی يو برابر نه دی.

 
يو سړي د چهل زيني غره مخته

بابر په ۹۱۳ هجري ( ۱۵۰۷ م) کې په کندهار حمله وکړه چې هغه وخت د مغلو د ارغون ټبر دوو وروڼو شاه بيګ او مقيم په لاس کې و. دوی پخوا هم د بابر سره جنګېدلي و او د حملې په وخت نږدې ځنګله کې پټ سول. بابر د کندهار نه د لوټل سويو خزانو ذکر په خپلو يادښتونو کې تفصيل سره کوي چې خپل کشر ورور ناصر ميرزا ته يې وسپارلو او په خپله کابل ته لاړو. هغه وخت د ده لوی رقیب او حریف شېباني خان د ارغون وروڼو مرستې ته راغلو او کندهار يې محاصره کړو. په ۹۲۱ هجري کې د کوچني اختر په مياشت کې په ۱۳ ورځ بابر کندهار بيا ونيولو او د دې حاکم يې خپل دویم زوی کامران ميرزا وټاکلو چې کابل کې د خپل سکه ورور عسکري ميرزا سره يې په ګډه اداره کوو.

 
په شين رنګ خانه کي چهل زينه

بابر په خپلو يادښتونو کې د سرپوزې غر ته د ختلو حال نه دی ليکلی. د ډبر ليکونو نظر ( سوژه) د چا وه، څرګنده نه ده. خو دا د بابر د مړېنې نه وروستو د ميرمحمد معصوم شاه تر څارنې لاندې جوړ سو. مير معصوم شاه د سنده د بهکر اوسېدونکی و چې اوس د سکهر په نوم يادېږي ( د بهکر په نوم اوس يو ښار د اباسين پر غاړه په پنجاب کې دی) مير معصوم د يو مورخ او طبيب په توګه شهرت لرلو چې د مغلو يو باوري حاکم او د بهکر نواب و. د ده ښکلې مقبره په سکهر کې ده چې د ده په ژوند کې ورباندې کار پېل سوی و او د سنده تاريخي نښه ده. د ده يو کتاب تاريخ معصومي نومېږي چې په کې د سرپوزې د ډبر ليکونو ذکرسوی دی.

دا هم وګوری سمول

ده د سرپوزې په غر هره ورځ د اتياوو کسانو سره کار کوو چې په کې د تيږې توږوونکي، نقاشان او نور مزدوران شامل وو. نهه کاله وروستو دا دالان تيار سوچې بهر ترې د ډبرې دوه زمري په زنځيرونو تړلي ولاړ و. دا د بابر نوم ته يوه اشاره وه چې په ترکي کې د زمري مانا ورکوي. د ایالت او کندهار د مملکت لپاره د ده سلاکار، ښاغلی او نیکبخته ورورمحمد عسکري بهادر چې الله پاک یې عمر ډېراو په خلکو مهربانه وساتي، په نهه سوه ديرشم (۹۳۰) کې چې د هغه د والي توب ورځې وې او شهزاده فیروز بخش د مهربانۍ له مخې په نهه سوه درې پنځوسم ( ۹۵۳) تاریخ کې ودانۍ جوړه سوه. د بابر نه وروستو د ده مشر زوی همايون د ډیلي پر تخت کېناستو نو کامران ميرزا د ورور په ضد د شير شاه سوري سره لاسونه يو کړل. همايون د چونسه په جنګ کې د پښتنو نه ماتې وخوړه او پارس (ايران) ته لاړو. په ۱۵۴۵ م کې يې کابل د ورور نه بېرته واخيستو،کامران يې مکې ته وشړلو چې هم هلته مړ سو. کندهار د پارس صفويانو ونيولو. د بابر لمسي محمد اکبر د خپل سياست د لارې کندهار بې له جنګه ونيولو او ښايي هغه وخت د چهل زينو دویم ډبرليک جوړسوچې څلور کاله پرې واوړېدل. علامه رشاد ليکي په ۱۰۰۴ ه ق کال چې مير معصوم بهکري له هندوستان څخه کندهار ته راغی، څه نور کار يې په چهل زينه کي وکړ او په دغه ډبر ليک کي يې د نوموړي بابر د مشر زوی همايون ( ۹۳۷ – ۹۴۷ ه ق) او لمسي جلال الدين اکبر ـ ۹۰۳- ۱۰۱۴ ه ق) نومونه او د نوموړي اکبر مغول د نيول سویو ملکونو نومونه زيات کړل. د یادولو ده چې اعلیحضرت چې خاقاني د کندهار حکومت د کابل نومیالي نواب شاه بیک خان ته سپارلی و، درګاه محمد معصوم بن سید صفايي بند سید شیر قلندر بن سید حسین زنجیرپا بن بابا حسن ابدال و.

سرچینې سمول

دا ليکنه د چهل زينه په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.