ويکيسفر (wikivoyage.org) پروژه ده چې د بشپړ سفر لارښود چمتو کوي، چې ټول يي تازه او باوري دي. دا پروژه د ټولي نړۍ د ويکيسفر د ليکوالانو سره په همکارۍ رامنځته شوه. ویکيسفر ستاسو د مسافري شوق نور په زړه پورې او ښکلې جوړوي. هرکله چې مسافر په سړک باندې یو بل وګوري، دوی د هغو ځایونو په اړه يو بل ته معلومات ورکوي چې دوی ليدلي وي، او يا د يو بل څخه د هغو ځایونو په اړه پوښتنې کوي چې دوى هلته نه وي تللي. موږ غواړو چې دا پوهې اسانه کړو او نورو ته اجازه ورکړو چې خپل معلومات په ویکيسفر کي شریک کړي. موږ چي کوم معلومات لرو له يو بل سره يي شریکوو، نوي ليکني جوړوو، د يوبل سره يي شريکوو، خرابي نامعلومو ليکنو ته اجازه نه ورکوو چې ستاسې وخت ونيسي. هر څوک چې دلته پر بټن ګوته ايږدي او سموني کوي، دلته نور هم ښه والي راځي. موږ ټول زموږ پوهه شریکوو، دلته سموني کوو، د سيمو معلومات اپډيټ کوو تر څو تاسو هر وخت نوي معلومات وګورئ. هر څومره چې سمونکي زياتيږي، هغومره ويکيسفر پر مختګ کوي

د پښتو ويکيسفر لوګو

وېشنيزي سمول