آسيا د ځمکي تر ټولو لويه وچه ده، دي وچي د نړۍ د ځمکې دریمه برخه نيولي ده، او همدارنګه د نړۍ د نفوس دریمه برخه په همدي وچه کي دي. آسيا همدارنګه د دنیا تر ټولو زيات پوځ هم لري، او ددي سره سره په دي سيمه کې خطرناکه ملکونه هم وجود لري لکه د مثال پر طور شمالي کوریا، همدارنګه که د پرمختګ خبره وسي نو بیا په آسيا کې بيا د جاپان سره سره، چين، جنوبي کوریا، تايلنډ سينګاپور اوداسې نور هم بيا موجود دي.

د آسيا نقشه په دنیا کښي.

تعریف جغرافيايي موقعيتونه سمول

د آسیا انځور د سټالیټ له لارې

په داسې حال کې چې اروپا، د آسيا په شمال لويديځ کې کمکي ټاپووزمه او افريقا د آسيا په جنوب لويديځ کې يوه منځنى لويه وچه ده، آسيا د دواړو تر مينځ پرته ده او د دواړو تر مينځ د پل حيثيت لري. آسيا، اروپا او افريقا پخوا په ګډه(برقديم يا پخواني وچه) بلل کېدل. همدا شان آسيا او اروپا ته (اوريشيا) هم ويل کېږي. د آسيا په شمال کې، شمالي کنګل سمندر، په ختيځ کې آرام سمندر او په جنوب كې د هند سمندر موقعيت لري. د آسيا د لويې وچې لويديځ پلو څرګندې پولې نه لري؛ خو په کتابونو کې د اورال يورال غرونه، قفقاز، تور سمندرګى او د مرمرې سمندرګى د آسيا د لويديځ څنګ ګاونډيان بلل کېږي. همدا راز سور سمندرګى آسيا له افريقا څخه بېلوي. د آسيا لويه وچه د استوا له مدار څخه د شمالي عرض البلد تر ٨٠ يمې درجې مدار او د نصف النهار له ختيځې ۶۰ درجې څخه د ختيځ طول البلد تر ١٨٠ يم مدار پورې پرته ده.

سیمې سمول

 
په اسیا کې سیمې او هیوادونه
منځنۍ اسیا (افغانستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان)
د نړۍ تر ټولو ډیری نفوس لرونکي سیمو څخه، د منځنۍ اسيا سیمه چي بې ساري سیندونه او داسي نوري ځانګړتیاوې لري، چې د سیون او جهون نامتو سیندونو له خوا راګير سوي دي، چې د یوې دورې اوږد تاریخ لري، چې پکښې د نړۍ تر ټولو سوکاله او تمدني سیمې موجودي دي
ختیځ آسیا (چین (هانګ کانګ، مکاوجاپان، منګولیا، شمالي کوریا، جنوبي کوریا، تايوان)
د نړۍ ترټولو بې ساري لوي او کلتوري سيمه، د اوږدمهال تاریخ لرونکي چې لرغوني وختونه یې تاریخ ته راوړي، او اوس د آسيا خورا عصري سیمه ده، او د روښانه راتلونکې وړاندیزونه کوي.
منځنی ختیځ (بحرین، ايران، عراق، اردن، کوټ، لېبنان، اومان، فلسطین، قطر، سعودی، سوريه، متحده عرب امارات، يمن)
د نړۍ لومړنۍ تمدنونه، هغه ځمکه چې پکښې درې آسمانی مذهبونه راښکته سوي، او د نړۍ تر ټولو خورا مقدس ځایونه پکښي موجود دي. اوس د ددي هیوادونو د سیاسي بدلونونو څخه د ځینو ترټولو چټک نړیوال اقتصادي ودې نرخونو ته نوي انقلابونه ورکوي
روس او قفقاز (آذربايجان، ارمينیا، جورجيا، روسه)
د نړۍ ترټولو لوی هیواد، سره له دې چې لږ نفوس لري، د غرونو څخه بیلابیل پولیو سیمو ته مختلف طبیعي چاپیریال وربخښي. دوي روسيان د ولادیمیر پوتین د سياست په جال کې راګیر دي.
سویلي آسیا (بنګله‌دېش، بوټان، هند، د مالدیو جزيري، نيپال، پاکستان، سريلانکا)
د نړۍ ترټولو بډایه او لرغونی کلتورونه تاریخ، تمدن او یو ځانګړی خاصيتونه لري، او همدارنګه د مختلفو او جذبانه طبیعت درلودونکی دی، په ځانګړې توګه د هندو سمندر له لرې پرتې ساحې او ټاپوګانو کې
جنوب ختیځ آسيا (بروني، کمبودیا، ختیځ تیمور، اندونیزیا، لاوس، ملیشیا، ميانمار (برما)، فلپائن، سنګاپور، تايلنډ، ويتنام)
د آسيا تر ډيري په زړه پورې او ښکلې سيمه، او د دنیا تر ټولو لوی غرونه هم په همدې سيمه کې موجود دي، دا يوه ډيره غريبه سيمه ده

برخی سمول

سويلي آسيا: يا (جنوبي آسيا) د ټاپووزمو ځاى دى. د آسيا  درې لويې ټاپووزمې يعنې د هند وچين ټاپو وزمه، د هندوستان د دکن ټاپو وزمه او د عربستان ټاپووزمه په دې برخه کې موقعيت لري. د هندوچين ټاپو وزمه د (مالايا) په يوه بله نرۍ او کوچنۍ ټاپووزمه پاي ته رسېږي. د دکن ټاپو وزمه د هندوستان د نيمي وچي جنوبي برخه جوړوي. د دکن شمال لور ته د سند (Sind) او ګنګا (Ganga) پراخه او حاصل خيزه زمکې پرتې دي. د عربستان ټاپو وزمه لږ جګه سيمه ده چې د سره سنمدرګۍ په واسطه له افريقا څخه جلا کېږي.
هیوادونه او سیمې:

جنوب ختیځ آسيا: دا په آسیا کې یوه سیمه ده. چي شاوخوا ٤ ملیونه کیلومتره ساحه لري او په ٢٠٠۴ کې پیل کیږي، او نفوس يي له ۵۹۳ میلیونو څخه زیات دی، کوم چې د ژبې څخه هم معلوميږي، مثال:  د اندونيزيا ژبه، چې د نړۍ د ۶ شپږو لويو  ژبو څخه ده.
هیوادونه او سیمې:

ښارونه سمول

  • کابل: کابل د افغانستان هيواد پلازمېنه او ددغه هيواد تر ټولو لوی ښار دی کوم چې نن سبا د ډيرو خوشحاليو او غمونو سره مخ دي.
  • کندهار: کندهار د افغانستان دوهم لوي ښار دي، دا ښار همدارنګه د افغانستان لومړۍ پلازمينه وه، او اوسمهال پکښي د جنوبي اسيا تر ټولو لوی هوایي ډګر هم پکښي موجود دي .
  • کوټه: د پاکستان هيواد د بلوچستان ولايت لوي ښار او پلازمېنه ده، ددي ښار د غرونو ښکلا د خلګو په زړونو کې ځاي لري .يادونه دي وي چې دا ښار د لوي کندهار زوړ کندهار برخه وه.

سرچينې سمول

دا ليکنه د آسيا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.