واخان
واخان واخان یوې اوږدې درې ته ورته دی چې په سوېل کې یې د هندوکش غرونه دي، دا غرونه د واخان او د پاکستان له ګیلګیت سرحدي سیمې نښلوي او شمال ته یې پڼج جاریست اوبه دي چې افغانستان له تاجکستان سره تړي. د اوبو بلې غاړې ته د تاجکستان "غرني بدخشان" سیمې خلک دي، چې کریړ سوی سړک، برېښنا او د ژوند نور امکانات لري، خو د اوبو دې غاړې ته بیا داسې هېڅ نه ترسترګو کېږي. دا ډيره يخه سيمه ده او هميش پکښي واوره موجوده وي. ددې ځاي خلګ د حيواناتو په ساتلو او خرسولو باندي ځانته دډوډي پيدا کوي. دې خوا ته په وروستیو کلونو کې له لمرینې برېښنا ګټه اخیستل دود سوي دي. اغان خان بنسټ دلته د پله، سړک او ښوونځي په څېر ځینې بنسټیز کارونه هم کړي. د افغانستان د پوهنې وزارت هم ځینې ښوونکي جوړ کړي، خو فعال نه دي. د سیمې یوه لویه ستونزه د اړیکو نشتوالی دی. واخان کې هېڅ مخابراتي شرکت فعال نه دی. واخانیان تاجک ټبره شیعه ګان او د اسماعیله طریقې ملاتړي دي. په فارسي او واخي ژبه خبرې کوي. واخان کې ښځو ته ټولنیزه فضا د افغانستان د نورو سیمو برعکس پرانیستې ده. همدارنګه، په ښادیو کې د شعر، دریا او تولۍ له وهلو خوند اخلي او د اس سپرېدو خپل لرغونی دود یې لاهم ساتلی دی.
نور
سمولدغلته د غره په لمنو کې قرغزیان اوسېږي. د افغانستان له ډېرو توکمو یو یې. دا افغانان چې په لږکیو کې راځي، له سختو کړاونو سره، دا کلونه کلونه کېږي چې مخامخ دي خو اوس یې یوه بېړنۍ ستونزه دا ده چې ښځې یې د ماشوم د زېږون پر مهال مري، نو خلک د خپل نسل ورکېدو وېرې اخیستي دي. او هلته د هغو خلګو لپاره واده کول هم ډير لوی کار دي ځکه باید ډير پسونه او غواوي يي يي په بدل کې ورکړي.
رانيول
سمولپه واخان کې داسې بازار نه سته چې د خلکو د اړتیا وړ څیزونه پکې واخلي. بنجاره ګر له اشکاشم نه دغې سیمې ته ورځي او د خلکو د اړتیا وړ څیزونه ورړوي.