هيرا منډۍ چې یو وخت د هنر او نڅا مرکز وو او تراوسه پورې دلته موجوده ده.

بريتانوی واک

سمول

په پاکستان کې د پنجاب ایالت مرکز لاهور «ریډ لائټ» يا جسم فروشۍ په څیر ساحه کې چې په شپاړسمه پیړۍ کې مغل حکمرانانو آباده کړې وه، تر یوې اندازې د بریتانوي حاکمیت او اوس په دې وروستیو کې د پاکستاني ټولنې اسلامي کیدو په نتیجه کې خپله اصلي بڼه له لاسه ورکړې.

چي نړۍ بيده وي

سمول

نیمه شپه ده، خو د پاکستان په ختیځ ښار لاهور کې واقع د حسن بازار په تنګو کوڅو کې اوس ورځ نوې پيل سوې ده. په داسې حال کې چې نوره نړۍ ویده ده دلته د هیرا منډي هټۍ وال خپل دوکانونه سینګاروي. په فضاء کې خپریدونکې نازکه موسیقي، ښایسته لباسونه، په بالکنونو کې ولاړۍ نجونې، او مشتریانو ته د سودا وړاندیز کونکي دلالان، دا بازار په خپل ځان کې د جنوبي آسیا د ریډلائن يا جسم فروشۍ سیمو ټول خصوصیات لري.

مغل حکمرانان

سمول

په دې بازار کې هر لور ته د ګلانو دوکانونه لیدل کیږي. رقاصو او یا جسم خرڅونکو نجونو ته د ګلانو سوغات وړاندې کول د دې ځای پخوانی دود دی. د مغلي حکمرانۍ پر مهال رامنځته سوې دغه سیمه به یو وخت د موسیقي غږونکو او رقاصو مرکز وو. په هغه وخت کې دلته جسم فروشي نه کیدله، خو دلته د میشتو کسانو په حواله اوس د دې بازار بڼه بدله سوې ده.

شپاړسمه عيسوي پيړۍ

سمول

په شپاړسمه عیسوي پيړۍ کې د مغلیانو په دور کې د هندوستان په مختلفو سیمو کې د هیرا منډي په شکل علاقې د اشرافو خلکو له پاره دودیزې مجرې او د نڅا پروګرامونو د جوړولو مرکزونه ول. چارواکو او حکمرانانو به خپل زامن د معزرو خلکو د ادب او احترام زده کولو له پاره دغو رقاصو ته استول. خو تر راتګ وروسته په خلکو کې د دودیزې مجرې یا نڅا کونکو او جسم خرڅونکو رقاصو تر منځ توپیر کول ختم سول.

سرچینې

سمول
ددې city travel guide to هيرا منډۍ is an outline and needs more content. It has a template, but there is not enough information present. Please plunge forward and help it grow!