هنګري د اروپا او نړۍ له پرمختللو او هوسا هېوادونو څخه دی. دغه هېواد په منځنۍ اروپا کې پروت دی او اوبو ته لار نه لري. هنګري د رومانیا په شمال لوېدیځ کې د شمالي عرض البلد د ۴۶ او ۴۸ او د ختیځ طول البلد د ۱۶ او ۲۲ درجو تر منځ پروت دی. مساحت یې ۳۵۷۰۸ میله مربع دی چې د نړۍ یو سل او لسم غټ هېواد بلل کېږي. همدارنګه د دغه هېواد پلازمېنه بوداپست نومېږي.

څلور خواوې سمول

 
کشور ونزویلا و منطقه‌های آن
د هنگری مرکزي سیمه
په هنگری کې ترټولو زړه پورې سیاحت ساحه د بډاپیسټ په سيمه کې دي
بالاتون درياب
هرکال، په اوړي کې د زرګونو سیلانيانو سره سیګ فالس ته ځي
منطقه میتاداتا
د ډنبون سیند په اوږدو کې موقعیت لرونکي تاریخي سایټ او په لوړه کچه د پراختیا په حال کې دی
شمال هنگري
دا سیمه تاریخي ښارونه لري
د هنگری لوی دښت
هغه سیمه چې له هیواد او د هغې د پلازمینې څخه جلا شوې ده، موږ کولی شو په غیر رسمی توګه دبرسن ورته ووايو

د هنګري شمال ته سلواکیا، شمال ختیځ ته يې اوکراین، سوېل ته يې کروشیا او صربیا، ختیځ ته یې رومانیا، لوېدیځ ته یې اتریش او سلوانیا هېوادونه پراته دي.

هوا: سمول

د هنګري هوا وچه ده، ژمی یې سوړ او اوږد او اوړی یې ګرم وي؛ د دغه هېواد د اوړي د تودوخي منځنۍ درجه د سانتي ګراد په کچه ۷۱ ثبت شوې ده. د کلني ورښت کچه یې ۲۵ انچه ته رسېږي. د هنګري نفوس لس میلیونه دی چې اویا سلنه یې ښارونو او پاتې نور د دغه هېواد په اطرافونو کې ژوند کوي. ۹۲ سلنه خلک یې سپین پوستي هنګري او پاتې له نورو نژادونو او هېوادونو دي. د دغه هېواد ۷۴ سلنه خلک عیسویان دي، رسمي ژبه یې هنګري ده او ۹۳ سلنه خلک پرې خبرې کوي او همدارنګه رسم الخط یې لاتین دی.

خوب خوراک او څښاک سمول

سرچینې سمول

دا ليکنه د هنګري په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.