هندوکش د افغانستان د لرغوني تاريخ ډېره برخه له کيسو او افسانو ډکه ده؛ ځکه چې د پېښو، اشخاصو او سيمو په اړه کره اثرونه او سرچينې پخوا يا نه دي ليکل شوي او که ليکل شوي هم دي نو له منځه تللي دي، همدا لامل دی، چې د تاريخ فلسفه وايي، زموږ تاريخي پانګه نيمګړې ده.

د هندوکش نوم

سمول

د هندوکش د نوم مسئله هم همداسې ده، تر شلمې پېړۍ او ان تر ننه پورې ډېر عام نظر دادی، چې هندوکش ته ځکه هندوکش وايي، چې دلته هندوان د واکمنو لخوا وژل شوي دي. د هندوکش په اړه معاصرو ليکوالو هم ډېر ليکل نه دي کړي او يا هم زما لاس ته نه دي، راغلي؛ خو کله چې مې د انټرنټ له لارې د مؤرخ نصير مهرين مرکه پېدا او وامې ورېده؛ نو د هغه له خبرو مې د هندوکش په اړه ډېر نوي څه واورېدل. هغه وايي، چې د هېواد نوموتی مؤرخ او لرغونپوه احمد علي کهزاد لومړنی افغان دی، چې د هندوکش د نوم په اړه يې پخوانی افسانوي کيسه رد کړه او په خپل کتاب کې يې د هندوکش د نوم په اړه داسې وليکل، چې: دغه نوم په لومړي ځل په اوېستا کې د پويرسنا په شکل ليکل شوی دی، چې د عقاب د لوړ الوتلو معنا ورکوي، وروسته يې د پهلوي ژبې د اپارسين بڼه غوره کړې ده، چې د عقاب معنا ورکوي، کله چې يونانيانو دغه لوړ غرونه وليدل؛ نو د هندي قفقاز ګمان يې پرې وکړ، چې د اندیکوس کوکازوس په نامه يې ونومول.

وروسته د انديکوس کوکازوس نه د کوکازوس لفظ لرې او يوازې د انديکوس نوم پاتې شو، چې د وخت په تېرېدو سره ترې هندوکش (د هندوانو وژنځای) جوړ شو.

دا چې دلته هندوان څنګه او چا وژلي معلومه نه ده؛ خو پوهان په دې نظر دي، هغه هندي غلامان چې له هنده به د هندوکش د غرو اخوا برخې ته وړل کېدل، د هندوکش د غرو په دواړو برخو کې به د ډېرې يخې هوا له لاسه مړه شول. د هندوکش نوم په لومړي ځل مراکشي سيلاني ابن بطوطه په خپلو ليکنو کې وکاروو، دی وايي، چې په دې غرونو کې د ګرمو سيمو هندو مريئان، چې افغان واکمنو له ځانه سره وړل، په کنګل کې مړه شول؛ نو ځکه يې هندوکش بولي.

دا هم وګورۍ

سمول
مونيش

يو هندي ليکوال (Shrindan Vyas) په خپله يوه مقاله کې د هندوکش په اړه درې احتمالي نظرونه ليکلي دي. لومړی دا چې د دغه ځای اصلي اوسېدونکي (هندوان) مسلمانان شوي دي، دويم دا چې، دوی د واکمنو لخوا وژل شوي او دريم دا چې دوی له دغه ځايه شړل شوي دي.

  • دغه هندي ليکوال دويم نظر تائيدوي، چې په هندوکش کې هندوان د مسلمانو واکمنو لخوا وژل شوي دي، دی د خپلې مقالې په يوه برخه کې ليکي، چې مسلمانو واکمنو هندوان هندوکش ته د ځانه سره بيولي او هلته يې لکه د (يهودانو د هولوکاسټ) په شان وژلي او ځينې يې غلامان کړي دي، تر څو راتلونکي هندي نسل ته سبق ورکړي. هغه دې ته د قتل عام (جينوسايډ) نوم ورکوي او يهودانو د هولوکاسټ سره یې تشبيه کوي. همداشان د امير تيمور او مغل اکبر پاچا د وخت يادونه هم کوي، چې لاسونه د زرګونو هندوانو په وژلو سره دي او همدې وژلو ته په کتو سره د هندوکش نوم ته په بد نظر ګوري او هماغه پخوانی خبره تأئيدوي، چې هلته مسلمانو واکمنو هندوان وژلي دي. ليکوال وايي، چې د هند حکومت په تېرو ۴۶ کلونو کې يو ځل هم له افغان حکومت نه د دې غوښتنه نه ده کړې، چې د هندوکش دغه (سپکوونکی او وحشي) نوم دې بدل کړي.

څرنګه چې پخوا به غلامان له يوه هېواد څخه بل هېواد ته بوتلل کېدل او هلته به خرڅېدل؛ نو پخوانيو واکمنو (آن له اسلامه مخکې) هم له هنده د ځان سره غلامان د هندوکش ور اخوا سيمو ته د خرڅولو لپاره بوتلل، چې د هندوکش د لوړوالي او د ډېرې سړې هوا له امله به دې غلامانو هلته خپل ژوند له لاسه ورکاوه؛ ځکه نو دغه نظريه چې مسلمانانو دلته هندوان له ځانه سره د وژلو لپاره راوستي دي، سمه نده.

د هندي ليکوال د خبرو د ناسموالي بل دليل د ارواښاد احمد علي کهزاد دا وينا ده، چې دغه نوم د اوېستا په کتاب کې په اوېستايي ژبه د پويرسنا په شکل ليکل شوی دی او وروسته يې پهلوي بڼه خپله کړې ده.

د ناسموالي لپاره دريم دليل دادی، چې د هندوکش نوم د سکندر د يرغلونو وروسته ډېر عام شوی دی؛ ځکه چې هغوی په دې غرونو باندې د هندي قفقاز ګمان وکړ او د انديکوس کوکازوس نوم يې پرې کېښود، چې وروسته هندوکش شو.

د هندوکش د غرونو سلسله په چينايي سيمه کې

خو، لکه څرنګه چې مو په لومړي سر کې يادونه وکړه، زموږ تاريخي پانګه نيمګړې ده او د لرغونو پېښو او سيمو په اړه کره شواهد نشته؛ نو ځکه وايو، چې د هندوکش په اړه هم کره اسناد او مدارک نلرو او هر څه چې تر اوسه ويل شوي دي، افسانوي اړخ يې ډېر قوي دی. د يوه تاريخپوه په خبره چې چېرته شواهد نه وي، هلته تاريخ نه وي؛ ځکه نو د هندوکش د نوم په اړه د کره اسنادو او د شواهدو د نه موجوديت نتيجه همدا ده، چې د نوم په اړه يې ډېر اختلاف موجود دی.