هندوستان يا هند د سويلي اسيا يو هيواد دي، چه د وګړو شمير يي دنړيوال ريکارډ پر مطابق دوهم ځاي لري، ددي ځاي خلګ ډير هندوان او مسلمان دي. هند د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان او برتانوي ځواکونو تر لاس لاندې وو. هند ډير زيات قومونه لري، د هند دولت ددنيا څلورم لوي ځواک لري، په هند کې دا مهال د کشميريانو په سيمو کې سخت غبرګونونه راپاريدلي، او دا سيمه يي د امنیتي لحاظه ډيره خوندي نه ده. د هند امنیت په دهلي، او دا سي ځايونو کې برابر دي، خو کشمیر ته د سفر کولو په وخت کې لږ فکر وکړي..
د خوب ځايونه
سمولپه هند کې د عصري هوټلونو او ريسټورانټونو بیې ډیرې لوړې دي. خو دلته ځينو خلکو خپل شخصي ودانۍ ميلمستون ته وقف کړي دي. تاسې کولای سي، د یوې شپې څخه تر څو شپې پورې ميلمستونونه کرایه کړئ. او امنيت يې هم خوندې دی. اړینې اړتیاوې ټولې پکښې په پام کې نیول دي او قیمتونه يې هم ښه مناسب دي په ګیسټ هاوس کې تاسې ځان ته د خپلې خوښې خواړه هم خپله تیارولی سي.
رانيول مطلب سودا اخيستنه:
کله چې څه هم هند کې څه اخلي، پام مو وي، چې هندیان ډير چالاکه دي. که دوکاندار په دې پوه شي، چې تاسې بهرنیان يۍ، نو د یوې روپۍ څیز درته په ۱۰ روپۍ بیه کوي. د هغه په خبرو پسې مه ګرځئ. خپله ورسره نرخ او نوا شروع کړئ. څومره چې تاته پکې ارزښت ښکاریده، هغومره ورته وواياست. د خریدارۍ په وخت چڼه وهل، په هند کې یو عام دود دی. په ځینو لویو دوکانونو کې ممکن تاسې ته فیکس پرایس (واحد قیمت) ووايي؛ هلته نو بیا کوښښ وکړئ، چې بارګینګ ونه کړئ، یا يې واخلئ او یا ترې تیر سي.
هغه څه چي بايد پري وپوهيږو
سمولد هندوستان کلتور او میراث د تیر او اوسنی بډایه ګام دی. دا پراخ او نفوس لرونکي هيواد د سيلانيانو لپاره د د دینونو او نورو شيانو پیژندګلوي کولای سی، د هندوانو ژبه یوه لویه ژبه دي او د زرګونو کلونو راهیسې په دي سيمه کې موجوده لیدل کیږي. هند لا د کلتور او تاریخ وس ډیره پیروي کوي او ډیری خلک وس هم دينداره دي. یو شی چې بهرني مسافر باید پوه پرې پوه سي چې دا هند دی، ھر ډول، بې وزلي چي وي خو دا خلګ ډير صبر ناکه او تجربه ناک دئ، او دلته هيڅکله دا فکر مه کوئ چي دلته به د يوې سيمې ورته چلند به په بلې سیمې کې هم ترسره کړي. د مثال په توګه، په ممبئی کې د ټیکسي چلوونکي به تاسو ته د موټرو کارولو لپاره چلوونکي ته ووایه او تاسو امید لرئ چې تاسو خپل بدلونونه ترلاسه کړئ او یا د موټر چلوونکی حتی میتر نلري او حتی لنډۍ ستا لپاره یوازې د اړتیا وړ پیښه ده. هندوان په ډېرو شیانو کې ډیر زیات توپیر لري. هرڅوک چې نه پري پوهیږئ.
اسلام په هندوستان کی
سمولهندوستان د نادرو او جالبو هیواد دی، د نفوس په زیاتیدو کي خورا شهرت لري، دې هیواد کي لسګونه ژبي، سلګونه لهجي، باطل خدایان او مذهبونه وجود لري. ددې هیواد یو ستر دین اسلام دی، دا دین د اوومي میلادي پیړی په اولو کي ودې هیواد ته ورسیدی، په دې هیواد کي په ۲۰۱۱ کال کي ۱۷۲ ملیونه مسلمانان وه او اوس څه دپاسه ۲۱۷ میلیونه دي چي د هند هیواد د ټول نفوس ۱۴ سلنه جوړوي، د هندوستان ټایمز د ویب پاڼي د ۲۰۱۵ کال د اپریل د راپور پر اساس به په ۲۰۵۰ کال کي هندوستان د ترټولو زیاتو مسلمانانو درلودونکی هیواد وي چي د مسلمانانو شمېر به ئې ۳۱۰ میلونه ته ورسیږي چي ۷۷ سلنه به هندو مذهب او ۱۸ سلنه به مسلمانان وي. د نړۍ ترټولو ستره مدرسه، د مسلمانانو افتخار، د تکړه علماوو روزونکې او د ټولو مدرسو مور یعني ام المدارس دیوبند دارالعلوم هم پدې هیواد کي موقیعت لري؛ دیوبند هغه مدرسه ده چي د سلګونو کلنو راهیسي یې د دین د ساتني زمه داري پر غاړه اخیستي ده، نورو ادیانو، باطلو ډلو، مغریضو سړیو او پروژه یانو ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه، نه هیریدونکي ماتي او سخت دلایل پیش کړي. سلګونه کتابونه یې ټولني ته وړاندي کړي او زرګونه روزل سوي حنفي علما، روحانیېن، مولویان او طلبأ یې ددین د خذمت لپاره چمتوکړي. د بیلګي په ډول شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندي، شیخ الاسلام شبیر احمد عثماني، مولانا اشرف علي تهانوي، مفسر القران مفتي محمد شفیع عثماني او نور. په ۱۸۶۶ میلادي کال کي د هندوستان د اتراپرادېش ایالت د دیوبند پر مځکه د اسلامي زده کړو لپاره د دارالعلوم ديوبند مدرسې د تأسیس ډبره په چهته مسجد کي کښېښودل سوه . په شروع کي نه ددې مدرسي لپاره کوم خاص تعمیر وو او نه کومه بدیجه بلکي یو استاد او یو شاګرد د انارو تر درختي لاندي په خاشو کي سره کښېنستل او د مدرسي د جوړیدو تکل ئې وکړ. د تېري يوې پيړۍ راهيسي ئې داسي علماء روزلي دي، چي له یوه اړخه يې د علم او تحقیق په میدان کي د کامیابۍ بیرغ جګ کړئ او له بله اړخه یې د جهد او عمل، سیرت او کردار، عبادت او زهد، اخلاص او تقوا ئې داسي نادره مثالونه وړاندي کړي دي، چي د هغو نمونه په نژدې زمانه کي په مشکل سره لیدل کیږي. د دیوبند مدرسې د تاسيس د ورځي څخه بيا تر اوسه پوري د عامو مسلمانانو د خيراتو او صدقاتو پرته د حکومت يوه پيسه هم نه ده اخيستې، ځکه چي دا د دارالعلوم ديوبند د اصولو لومړنۍ ماده ده. د ديوبند علماء کرامو چي د اخلاص او اللهي بيري پر اساس د مدرسې لپاره کوم اصول ټاکلي دي؛ ديوبند تر اوسه پر هم هغو اصولو روانه ده يعني په ديني احکامو کي د وخت او حالاتو په بهانه د تحريف او بدلون څخه په پوره توګه پر هېزکوي او د سلفو صالحینو پر قدم روان دي. هندوستان هغه هیواد دی چي د دیموکراسی او سیکولریزم په ټینګه ادعا کوي، خو بیا هم هلته د اسلام دین او مسلمانان نه دي په امن. یو لامل ئې د ګاونډي هیواد د مسلمانانو تروریستي حملي هم دي چي د هند حکومت ئې پر مسلمانانو بې باوره کړی. چي ښه بیلګه ئې موږ د بمبی په ښار کي پر تاج محل هوټل او د ښار په نورو سیمو حمله یادولای سو، چي د ۲۰۰۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۶ پيښه سوه. پدې حمله کي ۱۶۶ کسان مړه او په سلګونو نور ژوبل سول. ددې پیښي څخه وروسته مسلمانانو ته د تروریستانو په سترګه کتل کیږي، په ځني ښارو کي د شپي ناوخته مسلمانانو ته هوټل کي ځای نه ورکوي یا یې ټکسي موټر تر کومه ځایه پوري نه رسوي. خو تر ډیره ځایه پوري بیا هم نسبت نورو غیرمسلمانو هیوادو ته هند د مسلمانانو سره په چلند کي ښه دی. مګر په عوامو کي بیا داسي افراطیان سته چي د اسلام سره سختي کوي، رنګا رنګ تورونه پوري تړي او د اسلام سپکاوی کوي چي ښه مثال یې هغه بله ورځ د اخلاق احمد شهیدول وه؛ پنځوس کلن اخلاق احمد د " غوا وژغوری " د تنظیم د افراطیانو لخوا ځکه سخت ووهل سو چي ګواکي دده په کور کي د غوا غوښي وي، او په شهادت ورسیدی. که څه هم د کورنۍ غړو اسرار کاوه چي غوښي د پسه دي خو هغوی ورباندي غوږ نه نیوی او لابراتوار ته تر وړلو وروسته معلومه سوه چي غوښي د رښتیا د پسه وي. داسي ویډیو ګاني هم ولیدل سوي چي یو کس د غوا عبادت ته مجبوره کیږي، یوازي په دې جرم چي غواوي ئې خرڅولي او رانیولي. د ﻓﺮﺍﻧﺴﻮﻱ ﺍﺩﺏ ﻳﻮﻩ ﻣﺸﻬﻮﺭﻩ ﺍﻭ رښتنې قصه ﭼﻲ ډﻳﺮﻩ ﻣﻮﺩﻩ ﭘﺨﻮﺍ ﭘﻪ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﮐﻲ ﻭﺍﻗﻊ ﺷﻮﯤ ﺩﻩ. ﺩ قصې ﮐﺮﮐﺘﺮﺍﻥ (ﺻﻮﻓﻲ) ﺍﻭ (ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ) ﺩﻱ، ﺻﻮﻓﻲ ﻳﻮﻩ ﭘﻴﻐﻠﻪ ﻭﻩ، ﭼﻲ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻳﺲ څخه ﻟﻴﺮﻱ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ښارګوټي ﮐﻲ ﺍﻭﺳﻴﺪﻟﻪ، ﭘﻪ ورځپاڼو ﺍﻭ ﺟﺮﻳﺪﻭ ﮐﻲ ﺑﻪ د ﺻﻮﻓﻲ ﻟﻴﮑﻨﯥ ﻧﺸﺮﻳﺪﯤ ﺍﻭ خلګو ﻳﻲ ﻟﻪ ﻟﻴﮑﻮﺍلۍ ﺳﺮﻩ ﺧﺎﺻﻪ ﻋﻼﻗﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ. ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻳﻮ ﺗﺎﻧﺪ ﺯﻟﻤﯽ ﻭﻭ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﯤ ښارګوټي ﮐﻲ ﻳﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﺎﻭﻭ، ﻳﻮ ښه ﺭﺳﺎﻡ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺭﺳﺎﻣﻲ ﺳﺮﻩ ﺯﻳﺎﺗﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ، ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ د ښار ﭘﻪ ﻗﻬﻮﻩ ﺧﺎﻧﻪ ﮐﻲ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻟﻪ ﺻﻮﻓﻲ ﺳﺮﻩ ﻭﻟﻴﺪﻝ، ﺩﻭﻱ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻟﻴﺪﻧﻪ ﮐﻲ یو بل خوښ شوي وه. ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ د ﺩﻭﯼ ﺩﻭﺍړﻭ ﻭﺍﺩﻩ ﻭﺷﻮ، ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﺍﻭ ﺻﻮﻓﻲ ﺩﻭﺍړﻭ ﻳﻮ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺩﺭﻟﻮﺩ، ﺩﻭﯼ غوښتل ﭼﻲ ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻓﻨﻮ ﮐﻲ ځانګړي ﺷﻬﺮﺕ ﺍﻭ ﻣﻘﺎﻡ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړﻱ. ﺩﻭﻱ ﺩﻭﺍړو ﻭﭘﺘﻴﻴﻠﻪ ﭼﻲ ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻴﻠﻮ د ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﻴﺪﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﺗﻪ ولاړ ﺷﻲ. ﺩﻭﯼ ﺩﻭﺍړﻭ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﺮﺧﻪ ټوله ﺷﺘﻤﻨﻲ، ﻟﻪ ځان ﺳﺮﻩ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﺗﻪ ﻳﻮﻭړﻩ، ﻫﻠﺘﻪ ﻳﻲ د ﺍﻭﺳﻴﺪﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻳﻮ ښایسته ﮐﻮﺭ ﻭﭘﻴﺮﻟﻮ، ﺍﻭ ښه ﺍﺭﺍﻡ ﺍﻭ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﮊﻭﻧﺪ ﻳﻲ ﭘﻴﻞ ﮐړ. ﻳﻮﻩ ﺷﭙﻪ ﭼﻲ ﺩ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﺍﻭ ﺻﻮﻓﻲ د ﻭﺍﺩﻩ ﮐﺎﻟﻴﺰﻩ ﻭﻩ، ﻧﻮ ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ ﺍﻭ ښکلې ﭘﺎﺭټۍ ﻳﻲ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻩ، ﺧﭙﻞ ﻧﮋﺩﯼ ﺩﻭﺳﺘﺎﻥ ﺍﻭ ګاونډیان ﻳﻲ ﻫﻢ راغوښتي ﻭﻭ. ﺻﻮﻓﻲ د ﺧﭙﻞ ګاونډ ﻟﻪ ﻳﻮﯤ ﺑډﺍﻳﻲ ﺍﻭ ﺷﺮﻳﻔﻲ ﻣﻴﺮﻣﻨﻲ څخه (ﭼﻲ ﺩﯤ ﻟﻪ ﺗﻴﺮ ﻳﻮﻩ ﮐﺎﻝ ﺭﺍﻫﻴﺴﻲ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﭘﻴﮋﻧﺪﻝ) د ﻫﻐﯥ ﺩ ﻟﺆﻟﺆ (ملغلرو) ګران ﺑﻴﻪ ﻫﺎﺭ د ﻳﻮﯤ ﺷﭙﯥ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺍﻣﺎﻧﺖ ور څخه وغوښتی، ﺑډﺍﻳﻲ ښځي ﻫﻢ ﭘﻪ ﻭﺭﻳﻦ ﺗﻨﺪي ﺩﺩﯤ ﻫﻴﻠﻪ ﻭﻣﻨﻠﻪ ﺍﻭ ﻫﺎﺭ ﻳﻲ ﻭﺭﮐړ. ﺻﻮﻓﻲ ﺩﻏﻪ ﭘﺎﺭټۍ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺧﻮﺷﺎلۍ ﻭﻟﻤﺎنځله، ﺳﻬﺎﺭ ﭼﻲ ﺧﻠګ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﮐﻮﺭﻭﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻮﻝ، صوفي ﻭﻟﻴﺪﻝ ﭼﻲ د ګاونډي ښځي ﺍﻣﺎﻧﺖ ﻫﺎﺭ ﻳﻲ ﻟﻪ ﻏﺎړﯤ ﻟﻮﻳﺪﻟﯽ ﺍﻭ ﻭﺭﮎ ﺷﻮﯼ ﺩی، ﺻﻮﻓﻲ ډﻳﺮﻩ ﻏﻤﺠﻨﻪ ﺷﻮﻩ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﮊړﺍ ﮊړﺍ ﻳﻲ ﺧﭙﻞ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻫﻢ ﺧﺒﺮ ﮐړ.