هالنډ د اروپا یو هيواد دي. د هالنډ رسمي نوم د نيدرلنډ پاچاهي ده، خو په نړۍ کې د نيدرلنډ په نوم سره هم پېژندل کېږي. هالنډ په لوېدیځه اروپا کې د شمال سیند په ختیځ او د بلجیم او جرمني په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۴۱۵۴۳ کيلو متره مربع دی، چې له دې پلوه د نړۍ ۱۳۵ مه درجه لوی هېواد دی. د هالنډ شمال او لوېديځ ته د شمال سیند، جنوب ته یې بلجیم او ختیځ ته یې جرمني هېواد موقعيت لري. دغه هېواد د لوېدیځې اروپا د بادونو د اغېز او له شمال سیند سره د ګاونډیتوب له امله لنده سمندري هوا لري. په هالنډ کې بې لمره ورځې زیاتې دي. ډېره برخه خاوره يې د سمندر له سطحې څخه ټیټه پرته ده. د دغه هېواد د لوېدیځو ساحلي سیمو هوا د شمالي سیند د بادونو له امله معتدله او لنده ده.

دين، مسافرت او ژبې سمول

په هالنډ کې د نفوس د زياتوالي کلنۍ وده ۰.۴۲ سلنه ده او وګړي يې په منځني ډول ۸۱ کاله عمر کوي. د هالنډ ۸۰ سلنه وګړي هالنډيان، ۵ سلنه يې اروپايان، ۲ سلنه يې اندونيزيايان، ۲ سلنه يې سوريناميان، ۲ سلنه يې مراکشيان او پاتې يې د کارائيب جزيرو خلک دي. په هالنډ کې نږدې ۶۰۰۰۰ زره افغانان ژوند کوي، چې يوه برخه يې په تېرو کلونو کې د جګړه له امله او ډېره برخه يې بيا د هوسا ژوندانه په موخه هغه هېواد ته تللي دي. د دغه هېواد نيمايي يا پنځوس سلنه خلک مسيحيان، ۶ سلنه يې مسلمانان، ۳ سلنه يې د بېلابېلو دينونو پيروان او پاتې يې بې عقيدې خلک دي. د هالنډ ۹۳ سلنه وګړي په هالنډي ژبه خبرې کوي، چې همدا يې رسمي ژبه هم ده. پاتې اووه سلنه خلک يې په پښتو، جرمني، ترکي، عربي، کردي او فارسي ژبو خبرې کوي.

مخته ولاړ سي سمول

سرچینې سمول

دا ليکنه د هالنډ په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.