په سفر کې موږ باید خيال وساتو چې د ځينې خواړه په‌ نهاره ونه خورو که چېرې موږ داسې وکړل نو سخت به ناروغه سو، نو د هغو خوړو چې په نهاره يي خوړل ښه نه دی په لاندې ډول دي.

نور سمول

 
کيلې هم هغه خواړه ميوي دي چې په نهاره باندې هيڅکله هم نباید وخوړل سي

هغه خواړه چې په نهاره نباید وخوړل سی:
۱. کیله: په نهاره د کیلې خوړل په وینه کې د مګنیزم کچه لوړوي، چې ممکن د زړه د فعالیت غیری عادي کړي.
۲. مرچ او مساله: په نهاره یا خالي معده د مرچ و مسالې خوړل د هاضمې سیستم زیانمنوي.
۳. لیمو او نارنج: په تشه معده د نارنج او لیمو جوس څښل معده تیزابي کوي. له دې سربیره د هاضمې سیستم هم خرابوي.
۴. شنې پاڼې: د سبزې شنې پاڼې لکه کاهو، ملۍ، شوتل، دڼيا (ګشنیز) او ورته هر څه که په نهاره وخوړل سي، د هاضمې سیستم د خرابیدو باعث ګرځي. دا خواړه، چې تر ډیره ګټور بلل کیږي، خو په نهاره يې خوړل ګټور نه دي.
۵. مستې: ماسته که څه هم یو له ډیرو ګټورو خوړو څخه دی، خو بیا هم په نهاره يې خوړل کومه ګټه نه لري. ځکه چې په سهار کې د انسان وجود هایډروکلوریک اسید لري. که ماسته وخوري، ټولې روغتیايي بکتریاوي يې له مینځه ځي.
۶. خواږه: په نهاره د خوږو شیانو خوړل د پانقرانس او څیګر ناروغۍ پیدا کوي. په یو دمې ډول په دې دوو اساسي عضو فشار راتلل، ددوې فعالیت کمزوری کوي.
۷. لیچي: په خالې معده یا نهاره د لیچي خوړل آن انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کولای سي. لیچي یو ډول تازه میوه ده، چې د روغتیا لپاره خورا ډيره ګټوره ده؛ خو په نهاره يې خوړل لوی زیان لري.
۸. کافي:  په نهاره د کافي څښل تاواني دي. په نهاره د کافي څښل د هاضمې سیستم ګډوډوي.
۹. مشروبات: په نهاره د مشروباتو لکه کوک، پیپسي او نورو څښل، د معدې ګیس پیدا کوي او کله کله په وجود کې دردونه هم راپیدا کوي.
۱۰. الکول: د الکولو څښل یو وخت هم ګټور نه دي. خو په نهاره څښل يې د وجود ټول سیستمونه زیانمنوي. د زړه او دماغو په فعالیت هم بد اغیز کوي.

سرچینې سمول

دا ليکنه د نهار خواړه په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.