مزار شریف په رسمي ډول د مزاره په نامه هم ېادېږي، دا ښار د افغانستان له مهمو ښارونو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد په شمال (بلخ ولایت) کې موقیعیت لري.او د بلخ ولایت مركز دي. همدارنګه د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار د تاريخي، سياسي، فرهنګي او سوداګريز ارزښت د لرلو له امله نه يواځې د شمال زون د مرکزي ښار حيثيت لري، بلکې د هېواد په کچه په پرمختللو ښارونو کې حساب دی. په دغه ښار د حضرت علي روضې شتون، چې ښار ته يې خورا ښکلا هم ورکړې، ارزښت څو برابره کړی دی. دغه ښار ۴۸ کيلومتره مربع مساحت لري.

د مزار شریف په مرکز کې د نوروز (نوی کال) د لمانځلو ځای هم دي، کوم چې د حضرت علی (په جومات کي دننه) موقعیت لري.

نوروز په مزارشريف کې سمول

نوروز د بلخ ولایت د مزارشريف په ښار کې د کلونو کلونو راهیسې لمانځل کېږي، او هر وخت هغه که د طالبانو دولت وو يا د هغوي تر مخه يا وروسته دا ښار د کندهار، کابل، هرات پيښور کراچۍ او نورو سيمو د خلګو لپاره د نوروز له لحاظه ډېر پيژندل سوي دي

 
د حضرت علي زيارت.
 
د حضرت علي زيارت.

د مزار په لاره کې د مزار جومات څخه پرته د لیدونکو وړاندیز لږ دی - که څه هم یو شمیر عصري یادگارونه چې د ترافيکو په حلقو کې جوړ سوي دي د کتووړ دي. مزار په دوو اړخونو کې ښکلی غرونه په ګرد او یو شمیر لرغونی او د یونانی آثارو کور هم دی. او ققلعه جنګي. دا قلعه د مزار شریف څخه د ٣٠ دقیقو په شاوخوا کې په یوه سیمه کي پرته دي چې د شمالي ټلوالې لخوا د متحده ایاالتو په ملاتړي يي د طالبانو څخه په ډيره ماته خوړلې وه او ددوي د سختي ماتي يادګار وګرځيد.

سرچینې سمول

 
د آلمان د قونسلګرۍ عمومي برخه، په یوه برخه کې پرانستل سو چې د متحده ایالاتو د ډیپلوماټانو لپاره نا خوندي ځاي دي (۲۰۱۴)
  • د ناخوالو په داسې وخت کې افغانستان ته د راتلوونکي خطرونو سربیره، مزار نسبتا سوله ایز اود مسافرینو لپاره خوندي پاتې کیږي.


دا ليکنه د مزار شریف په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.