فرانسه لوېديځ اروپايي هېواد دی چې د انګلیش کانال په لوېدیځ کې د بیسکای خلیج او په سوېل کې د مدیترانې سمندرګي ترمنځ د ختیځ طول البلد د ۸ او د لوېديځ طول البلد د پنځو درجو او د شمالي عرض البلد د ۴۲ نه تر ۵۱ درجو په منځ کې موقعیت لري. فرانسه ۲۱۱۹۲۳ میله مربع مساحت لري او د نړۍ ۴۳ غټ هېواد دی. د فرانسې پلازمېنه پاریس نومېږي او نفوس یې ۶۷ میلیونه ته رسېږي.

څلور خواوې او هوا سمول

د فرانسې شمال ته انګليش کانال، سوېل ته یې د مدیترانې سمندرګی، ختیځ ته يې بلجیم، جرمني، سویس، ایټالیا لوګزامبورګ او مناکو هېوادونه، لوېدیځ ته يې د اطلس سمندر او سوېل لوېدیځ ته یې اندورا او اسپانیا هېوادونه پراته دي. فرانسه د شمال معتدله سیمه کې د موقعیت، د استوا له کرښې او شمالي قطب سره د برابر واټن لرلو له امله ملایمه هوا لري. دغه هېواد طبیعي شین دی، اوړی تود او ژمی یې هوا دومره یخه نه وي. د پاریس ښار هوا په ژمي کې صفر او په دوبي کې د سانتي ګراد تر ۳۰ درجو رسېږي.

خوب خوراک او څښاک سمول

سرچینې سمول

دا ليکنه د فرانسه په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.