سپین مانده د میوند ولسوالۍ د شمالي غرونو او د خاکریز د درې څخه سرچینه اخلي، د میوند بازار په څنګ کی جنوب خواته بهیږی  او د کندهار - هرات د لوی لاري تر لوی پول لاندی تیریږی. د چهل ګزي، حسن اباد (خوګياڼو) کاریزک لوی کاریز تر کاریزونو تیریږی او د تشمو (چشمه محمدخان) تر کاریزونو هم ځان پوري باسي او مخامخ د ارغنداب رود ته ورګډیږي. دغه مانده چي هر  ژمي د بارانونو سره سم خورا ډک بهیږي  ډیری اندازه اوبه يې زموږ د لاسه وځي او د ارغنداب د رود سره یوځای د هلمند په اوبو ګډی او ضایعه کیږي.

نور ولولئ سمول

اوس نو دغه مانده چی تقریبا  تر 50 کیلومتره زیات د میوند په ځمکه بهیږي چی پر لس، لس کیلومتره یو یو چیک ډمونه ورته جوړ سی،  ددغه مانده اوبه به ۸۰% سلنه ذخیره کړل سي او د ځمکي لاندی د اوبو رګونه به بیا وبهیږي او د اوبو ګل ( سطحه) به راپور ته کړي. چي هم به تر ډیره هغه کوټ کاریزونه اوبه پیداکړي او هم به د زراعت او کښت اوبه پریمانه سوی وی.تر بل کال چي بیا بارانونه کیږي دغه اوبیزه ذخیره به بسنه کوي.

سرچینې سمول

ددې city travel guide to سپين مانده is an outline and needs more content. It has a template, but there is not enough information present. Please plunge forward and help it grow!