سټوکلوم د سويډن تر ټولو لوی ښار او د دې هېواد پلازمېنه ده، دا ښار د سويډن تر ټولو لوی ښار سره سره د پارکونو ا و سمندري کينارو له لحاظه هم ډير پيژندل سوي دي، زيات خلګ ددي ښار ددي ښار د سيده بلډنګونو د عکاسي او انځورونو اخيستلو لپاره د بيلا بيلو سيمو څخه راځي، په سويډن هيواد کې د امنیت کچه په ٢٠١٧م کال کې چندانې ښه نه وو.
هغه څه چی باید پرۍ وپوهیږو
سمولموږ بايد د سټوکلوم د خلګوسره په ښه چلند باندې سوال جواب وکړو، د خلګو څخه ډيره پوښتنې ونکړو، څوک و نه وهو، د چا سره جنجال او ډيری ټوکي ونکړو، د چا سره صلاح او مشوره وکړو، غلا او درواغ ډيره سخته سزا لري په دي سيمو کې. او خلګ يي ډير زړه سواند او مهربانه دی، چې د ښکلو هنرونو مالکان هم دي.
اقتصاد
سمولد سټوکلم لوی شمیر خلګ د خدماتو او صنعت په برخه کې کار کوي، چې په اسټوکلوم کې نږدې ٪٨٥ دندې د صنعت اړونده ادارې سره تړلي دي. د کارخانې د برق بټياني او نور مهم مرکزونه او کورونه جوړوي، کوم چي د سويډن د اقتصاد لويه برخه جوړوي.