سلواکیا په رسمي توگه د سلواک جمهوریت دی، خو نړيوال يې د سلواکيا په نوم پېژني. دغه هېواد په منځنۍ اروپا کې د ختیځ طول البلد د ۴۷ تر ۴۹ درجو او د شمالی عرض البلد د ۱۷ تر ۲۲ درجو په منځ کې موقعيت لري. پراخوالی یې ۱۸۸۵۹ میله مربع دی، چې له دې پلوه د نړۍ ۱۳۰ هېواد ګڼل کېږي.

اداري واحدونه سمول

سلواکیا ۸ اداري واحدونه لري. مهم ښارونه يې یېکوسینچ، پیستوف، نیترا، زیلنا، پوپردا، ترناوا او ترنسین نومېږي. د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی. د سلواکیا نوی اساسي قانون د ۱۹۹۳ زېږديز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی دی، خو په ۱۹۹۸، ۲۰۰۱ او ۲۰۱۱ زېږديزو کلونو کې پکې ځينې اصلاحات راوستل شوي دي.
حقوقي نظام: د سلواکیا حقوقي نظام پر هغو اصولو تکيه دی چې د اتریش او هنګري د مدني قوانینو له مخې جوړ شوي دي. ستره محکمه د سلواکیا تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر او ۷۸ قاضیان؛ جنایي، مدني، تجارتي او اداري برخې لري. د دې محکمې قاضیان د قضا د عالي شورا په وړاندیز د ولسمشر له خوا د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي. د اساسي قانون محکمه د سلواکيا بله واکمنه محکمه ده چې یو مشر او ۱۳ قاضیان لري. دغه قاضیان د ولسي جرګې په وړاندیز د ولسمشر له خوا په دندو ګومارل کېږی او ۱۲ کاله کار کوي.

رسنۍ سمول

د سلواکيا د ټليفون کوډ ۰۰۴۲۳ او د انټرنېټ کوډ يې بيا (SK) دی. د دغه هېواد څلور ميليارده اوسيدونکي انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري. د سلواکیا د دولتي راډیو تلوېزیون شرکت درې سراسري ټلویزیونونه او ۱۲ راډیوګانې لري؛ خو د رسنیو خصوصي سکټور يې ۳۵ سراسري، سیمه ییز او سوداګریز ټلوېزیونونه او ۲۰ راډیوګانې لري. د دې ترڅنګ سلواکیا ۱۲ مرکزي او اته سیمه ییزې ورځپاڼې لري، ۲۳۰۰ اونیزې میاشتنۍ او مهالنۍ پکې خپرېږي او هر کال پکې تر ۲۰۰۰ ډېر نوي کتابونه خپريږي.

سرچینې سمول

دا ليکنه د سلواکیا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.