د افغانستان ښار

جلالکوټ یا جلال آباد د کنړ او کابل سیند په نښلونې ځای کې پروت دی. جلالکوټ د ننگرهار ولایت منځۍ (مرکز) دی. دا ښار د یوې۹۰ کیلومتري لوی لاری په وسیله له کابل ښار سره نښلي. او د په همدې واټن سره په ختیځه برخه کې د گاونډي هېواد له پېښورښار سره نښلي. دجلال اباد ښار جلال اباد ښار (۱۴۲ کیلومتره) او دتورخم دپولې (۷۵ کیلومتره) په عمومي لاره پروت دی. په تیرو اوس وخت کې جلال اباد یو لوی سوداگریز ښار دی او دمربا، غیر الکولي مشروباتو، دشړشم تیلو، دزیتون غوړیو، المونیمو، مرمر تیږو، المونیمي لوښو، څپلیو گڼډلو، بوټ گنډلو، قالین بافۍ او کنجد په تولید کې شهرت لري. خو دجنگ او کورنیو شخړو کلونو او همداډول څو کلنې وچکالۍ دښار په اقتصادي وضعیت خپل منفې اغیز ښندلی. مالداري، کرنه، سوداگري، خدمات او دکوچنیو لاسي صنایعو صنعت دښاریانو دژوندانه دتیرولو اصلي سرچینې تشکیلوي.

پېښلیک سمول

د چین نامتو بودایی راهب سوان زانگ(Xuan Zang-玄奘) په لرغوني پیر کې کال ۶۳۰ز د هډې ښار ته راغلې ؤ، او داسې یې وانگېرله چې هند ته راغلې دی. د جلالکوټ ښار د بنسټ ډبره درېیم مغول واکمن جلال الدین محمد اکبر په شپاړسمه زېږدي پېړۍ کې ایښې ده. دا ښار د انگرېزانو د تاړاک پر مهال د هغوی لاس ته ورغې، مگر د په دواړو یرغلونو کې له ماتې سره مخ سول.

  • دننگرهار ولایت څو ولسوالۍ لري دمهمند دری ولسالۍ ولالپوری ولسوالی دگوشتی ولسالۍ دکامی ولسوالی دغنی خیلو ولسوالی داچین ولسوالی بټی کوټ ولسوالی دروداتو ولسوالی دچپرهار ولسوالی دپچیر او اگام ولسوالی دوزیرو ولسوالی دشسرزادو ولسوالی دسره رود ولسوالی دخوگیاڼو ولسوالی دښیوی ولسوالی ددره نور ولسوالی حصارک ولسوالی دبهسودو ولسوالی

انځورونه سمول

 
د جلال اباد جوړيدونکي د فوټبال ميدان
 
پښتونستان واټ

بهرنې تړون سمول