تخار ولايت پخوانیو آریایانو دا سیمه د تخارستان په نوم یادوله، وروسته يې د تالقان تر نوم خپل شهرت وساته او د قطغن، بدخشان د ولايتونو له ډلې څخه وشمیرل شو. په وروستیو کې د یو ځانگړي ولايت په توگه وپیژندل شو. مارکوپلو په دیارلسمه میلادي، پیړی کي دې ولايت د سمسورو باغونو، میوو، پسونو، انگورو او د مالگې د معدن یادونه کوي، چی اوس هم په تالقانو کي شیشه یی نیمه شفافه مالگه ډیره ده.

حوض اوغنان

تاريخ سمول

په ۱۳۴۳ هجری شمسی کال کي د فرانسویانو تر کیندنو وروسته د آمو سیند ته په نژدې برخو کې د آی خانم مشهور ښار څرگند شو، چې د مقدوني شاهانو د مرکز څرگندويې يې کوله. دا ښار له سکندر نه وروسته جوړ شوی و. په دې ښار کې ډیرې وړې او لويې د گریک او بودیک په دود جوړې مجسمې په لاس راغلي، چي ۲۰۰ کاله وروسته تر میلاده زمانې پوري اړه لري، نو په همدي اساسدا پخوانی او لرغونې سیمه راپیژني. د دې ولايت غرونه واوره لري او د نژدي سیمو اراضي يې د آمو د سیند له آمله باراني او نمجنه ده. د اوړی په موسم کي له ۲۵ څخه تر ۳۰ درجو تودوالی لري او د ژمي په موسم کې – ۱۵ او -۱۰ درجو سانتي گرید ته راښکته کیږي. کلنی اورښت يې ۱۸۰۰ او ۱۰۰ ملی متره په تالقان کې د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملي مترو تر منځ بدلون مومي. د خشکک، خواجه محمد، کلفگان، غنیرکوه، تاخچه خانه او د چال غرونه يې مشهور دي. همدا راز د آمو، کوکچه، تالقان سیند، فرخار سیند او د چان رود يې مشهور سیندونه دي. دي ولايت لرغون اریایي فرهنگ ساتلی دی. بزکشي، سپورت، نیزه بازي او د آس سپرلی یي مشهورې لوبې او تفریحی فعالیتونه دي. زنانه يې په کورونو کې قالینې او قاغمي اوبي. د هلکانو او جنکیو ‌ډیرې لیسې لري او یو پوهنتون هم د هلکانو او جنکیو د تحصیل لپاره زمینه برابره کړې ده او یوه ورځپاڼه هم لري. د دې ولايت خلک له مالگی، قالینې،چارمغز، پستې، بادام، خټکي، غنم، جوار او وربشو د صادراتو په توگه استعمالوي. ددې ولايت خلک ۳۰۹۰۰۰ اکړه ابي او ۴۹۰۰۰۰ اکړه للمي ځمکې لري او ۲۴۸۵۰۰ جریبه ځمکه يې د چارمغز، وله، چنار، پنجه چنار او د تیري پاڼې لرونکیو ځنگلونو نیولې ده.

سيمې سمول

 
په پښتو ژبه کې د تخار ولسوالي نقشه

ددې ولايت اداري تشکیل لاندې اداری واحدونه لري: تالقان ښار د ولايت مرکز، بنگی علاقه داري، اشکمش ولسوالی، چال علا قه داری،کلفگان علاقه داري، ورسج علاقه داري، فرخار ولسوالي، رستاق ولسوالي، چاه اب ولسوالي، ینگی قلعه ولسوالي، درقد علقه داری.

سرچینې سمول

دا ليکنه د تخار په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.