د بوليويا رسمي نوم د بوليويا دولت دی. دغ‍ه هېواد د جنوبي امریکا په لویديځه برخه کې د لویدیځ طول البلد له ۵۷ تر ۷۰ او د شمالي عرض البلد له ۱۰ تر ۲۳ درجو په منځ کې موقعیت لري. د بوليويا پراخوالی ۴۲۲۵۳۱ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۲۸ م لوی هېواد ګڼل کيږي.

نور ولولئ سمول

د دغه هېواد پلاز مېنه لاپاز ښار دی او د وګړو شمېر يې ۱۱ ميليونو تنو ته رسيږي. په هر کيلومتر مربع خاوره کې يې ۱۰ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۶۸ سلنه برخه یې په ښاري او پاتې ۳۲ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي.

خوب خوراک او څښاک سمول

کوچابامبا، لاپاز، سوکر، اورو، ټرېنېډاډ، پوټوسي، مونيټر او ياکوبا د بوليويا لوی او مشهور ښارونه دي. د بوليويا د حکومت بڼه جمهوري ده. د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ په اوومه نېټه نافذ شوی دی. په بوليويا کې ولسمشر د لومړي وزير دنده هم پر مخ بيايي. د بولیویا ولسمشر او د هغه مرستیال په یوه وخت کې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کيږي او دوې دورې کار کولای شي.

سرچینې سمول

دا ليکنه د بولیویا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.