بلجیم (په فرانسوي:Belgium) رسمي نوم (Belxiye) د بلجیم بادشاهي د اروپا لودیځ کې پروت هېواد دی، چې له شمال لوري له هالنډ سره ، له ختیڅ لوري له المان او لوکزامبورگ، سویل کې له فرانسی او لودیځ لوري له شمالي سمندر سره گډه پوله لري. ددې هېواد ټول پراخوالې ۳۰٬۵۲۸ کیلو متره مربع دی.
د اړيکي لپاره
سمولپه بلجيم كې ۴.۷۱۹ ميليونه ثابتې ټېلفوني كرښې فعاليت لري او او ۹.۶۶ موبايلونه هم پكې شته دي . ۲۵ ټلويزیوني چينلونه په كې خپرونې کوي. بلجيم د نورو اروپايي هېوادونو په بډ يوه حكومتي رسنۍ نلري بلكه حكومتي رسنۍ يې په دوه برخو ويشل شوې دي چې هره يوه يې يوه راډيو او ټلويزیون لري . كابو ۹۵ سلنې بلجيميان له كبلي ټلويزیونونو گټه پورته كوي چې له دې پلوه په نړۍ كې لومړی هېواد گڼل کېږي. ټاكل شوې ده چې د بلجيم ټلويزیوني سيسټم تر ۲۰۱۱ كاله پورې ډيجيټلي شي . په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې يې ۳.۱۹۵ انټرنيټي كوربانه درلودل او ۴.۸ ميليونه تنه پكې له انټرنيټه اگټه پورته كوي .