بغداد (انګریزي: Baghdad ) د عراق هيواد پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دي.

تاريخ

سمول

د دجلې سيند پرغاړه د لرغونو تمدنونو څوکلي وو چې په اتمې ميلادي پېړۍ کې هلته ارامي مسيحيان اوسېدل. په دوی کې يو کلی بغداد نومېدو. د بغدادو توری د اسيريایي دورې د ګچو په خښتو، ميخي خط کې ليکل سوی و او د ۲۰۰۰ ق م د بابل تمدن ليکلي اسنادو کې هم لوستل سوی و. د ۶۰۰ ق م د بخت نصر يوه ليکنه ده چې هغه څرنګه بغدادو بيا جوړ کړو. د بغداد په نوم يو بل ښار په بابل کې د ايډيسا لرغوني ښارسره نږدې و. د پارس ليکوونکي دعوه کوي چې بغداد د بګ (خدای) او د داد ( ورکړې) نه راوتلی توری دی. خو دا نوم هلته د پارس د حملې نه وړاندې هم کارېدو. عباسيان د ابو مسلم خراساني په ملاتړ اسلامي خلافت تر لاسه کړو نو خليفه المنصور پلازمينه د دمشق نه بغداد ته د اوړلو فيصله وکړه. د يو ښار د جوړولو لپاره د دجلې او فرات د سيندونو تر منځ دشته ډېره مناسبه وه ځکه د دواړو غاړو شمال او جنوب نه اوبه تر ټولو کورونو رسېدې سوې.

زوړ عراق ښار

د هغه وخت نامتو مهندسانو د ښار نقشه جوړه کړه چې د يوې دايرې په شکل وه. دا د يوناني ښارونو د جوړښت برعکس و چې تل به يې مستطيل ښارونه جوړول اود کورونو په منځ کې لارې به په سمو زاويو جوړيدل چې د يو بل سره به نښليدل. په اسلامي نړۍ کې هرځای کې انجينران، سروې کوونکي او هنرمندان هلته د کار لپاره ورغلل. د المنصور دوو مشاورانو بخت آهوازي (زردشتي) او ماشا الله (د خراسان يهود) ورته وويل چې د ښار بنسټيزه تېږه د اسد برج تراغيز لاندې کېښودل شي چې د ښيرازۍ، وياړ اود پراختيا نښه وه. دا مبارکه نېټه د۷۶۲ م کال د جولاۍ ۳۰ وه. د بلخ د برمکيانو حاکم ټبر چې د اسلام منلو نه وروستو په عباسي دربار کې په لوړو ځايونو مقرر وو، د ښار په جوړښت کې مهم رول ولوبوو. د سلو زرو نه زياتو خلکو ورباندې کار وکړو او ځينو ته يې پېشکي معاش ورکړی و چې که د جوړښت پر مهال مړه سول نو اولادونو ته به يې نفقه پاتې وي. په سرکې يې ښار ته يو نهر(کانال) جوړکړو چې د هغې اوبه د څښلو او د خښتو د جوړولو دواړو لپاره وکارول شي. هره خښته ۱۸ انچه اوږده وه او امام ابو حنيفه یې د شمېرلو او د کيفيت د سم ساتلو دنده په غاړه لرله. د پوړيو لپاره يې مرمر وکارول ان تر دې چې کوم ځای خلک سيند ته ښکته کېدل نو هلته هم د مرمرو پوړۍ جوړې کړې. د ښار د حفاظت لپاره لوی دېوال(کلا) وه چې په دوو نيمو دايرو کې ښار نه تاو و. هره يوه يې ۱۹ کلوميټر (۱۲ ميله) پراخه وه. د دې دواړو په منځ کې سړکونه او ودانۍ د يوې دايرې په شکل جوړ سول چې ۲ کلوميټر پراخه و او مدينه الدايره به يې بللو. د دې په اصل نقشه کې د ښار د دیوال سره سره کورونه په يو ليکه کې جوړ وو خو وروستو د خلکو شمېره زياته سوه نو د کورونو يوه بله ليکه يې ورزياته کړه.

نور تاریخ

سمول
د بغداد اوسني ښاري سيمي

په ښار کې دننه څو باغونه، د ګرځېدو لپاره لارې او ښکلې ماڼۍ وې. د دې په مرکز کې جومات او د ساتندويانو د اوسېدو ځايونه وو. يو پراخ ميدان د پوځ د راټولېدو او د ميلو لپاره و. په فصيل کې څلور دروازې وې چې کوفه، بصره، خراسان، او دمشق نومېدل او هغو سيمو ته لارې وتلې وې. د يوې او بلې دروازې ترمنځ دوه نيم کلوميټر فاصله وه چې دوه د اوسپنې تمبې يې لرلې او دومره درنې وې چې د دوی د پرانېستو اوبندولو لپاره کسان مقرر وو. د فصيل بېخ ۴۴ ميټر او بره ۱۲ ميټر پلن و. ۳۰ ميټر لوړ د دې دېوال ځينې برخې پرېکړې وې چې پوځ پکې حرکت وکړل شي. د دې نه بهر يو بل دیوال هم جوړ سو چې ۵۰ ميټر پلن او منارونه او ګول دکانچې يې لرلې. بهرنې دیوال باندې د ښکلا لپاره د چونې او تيږې ردې وې او چاپېره ترې يو خندق و چې د جنګ پروخت پکې د سيند نه اوبه ورخوشې کېدې. د خليفه ماڼۍ د ښار په منځ کې وه چې د سرو زرو دروازه يې لرله. د دې محل په منځ کې ۳۹ ميټر لوړه يوه شنه ګومبده وه. د ماڼۍ نه بهر يوه بله ودانۍ وه چې خليفه به په اس سپور ورته رادننه سو او هم هلته د اسونو ساتونکي او اصطبل و. په ۸۱۳ م کې د خليفه امين د مړينې نه وروستو دا محل د خليفه او د هغه ټبر له خوا کارېدو. د محل سره نږدې نورې سرکاري ودانۍ او د افسرانو کورونه وو. د دمشق دروازې سره نږدې د خښتو او مرمرو نه يو بارک د محافطانو لپاره جوړ سوې و. د محل رئيس د دې شا ته او سپه سالار مخې ته اوسېدل. دا ښار په څلورو کالو کې جوړ سو او سرکاري نوم يې مدينة السلام و. د هغه وخت په سکو، مهرونو او نورو اسنادو مدينه السلام نوم وليکل سو او کله کله به يې دارالاسلام هم بللو. خو ولس بغداد هېرنکړو او تر ۱۱ ميلادي پېړۍ د دې سرکاري نوم له خلکو هېر سو. د نهمې ميلادي پېړۍ د نيمایي نه عباسي ټبر پخپلو کې په جنګ سو چې د ختيځ او د لويديځو صوبو تر منځ درز پېدا سو او اسلامي خلافت په دوو برخو وويشل سو. د پارس او د ترک سلجوقيانو د عربانو نه زور واخيستو اوعباسي خليفه خپله پلازمينه سمره ته يوړه خو بغداد بيا هم د اسلامي کلتور او د علم ټاټوبی پاتې سو. په ۱۹۲۱ م کې د عرب خاورې په ويش کې انګريزانو د عراق په نوم يو نوی ملک جوړ کړو چې بغداد يې پلازمېنه سوه. اوس په بغداد کې شپږ میلیونه خلک ژوند کوي او د قاهرې نه وروستو دا د عربي نړۍ دویم لوې ښار دی.