بادشاهي مسجد د پاکستان دویم لوی مسجد دی، چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې موقعیت لري. دغه مسجد په ۱۶۷۳ مېلادي کال کې د هند د ګورګانیانو د وروستي امپراتور اورنګزیب عالمګیر په امر جوړ سوی دی، چې کله کله دغه مسجد د عالمګیري مسجد په نوم هم یادېږي.

دا هم ولولئ سمول

د بادشاهي مسجد په پاکستان کې د شاه فیصل له مسجد وروسته دویم او د جنوبي اسیا په کچه پنځم لوی مسجد شمېرل کېږي. د مسجد په داخل کې پر یو وخت (۵۰۰۰) لمونځ کوونکي ځایېږي، خو پرصحن سربېره دغه مسجد بیا په یو وخت کې د (۶۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د مسجد پر دېوالونو له لیکنو ښکاري، چې په لومړی ځل د مسجد جوړولو دوه کاله وخت نیولی دی. د وخت په تیرېدو سره مسجد بیا بیا روغول سوی او لوی سوی دی. د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې د مسجد صحن د مرمرو په ډبرو وپوښل سو، چې مسجد ته یې لا ښکلا ورکړه. د بادشاهي مسجد درې لویې ګنبدې او څلور لوی منارونه لري. د مسجد منارونه، دېوالونه او بهرنۍ صحن په سرو مرمرو او ډبرو پوښل سوي دي، چې ټول مسجد ته یې سور رنګ ورکړی دی. دغه مسجد د ګورګانیانو د دورې له شهکارونو څخه شمېرل کېږي.

سرچینې سمول