ایسلنډ اروپايي هېواد دی چې د جغرافیایي موقعیت له پلوه د اروپا په شمال لوېديځ کې د لوېدیځ طول البلد د ۱۳ او ۲۲ درجو او د شمال عرض البلد د ۲۴ او ۳۰ درجو په منځ کې پروت دی. د دغه هېواد مساحت ۳۹۶۱۵ میله مربع دی او د نړۍ ۱۰۸ لوی هېواد دی، نفوس یې ۳،۴ میلیونه دی او پلازمېنه یې ریکجاویک نومېږي.
څلور خواوې
سمولد ایسلنډ شمال او لوېدیځ ته ګرینلنډ، سوېل ته یې برېټانیا او ختیځ ته یې ناروې هېوادونه دي. د یادونې ده چې دغه هېواد له اوبو سره ۴۹۸۸ متره پوله لري. دغه هېواد له دې امله چې ځانګړی جغرافیایي موقعیت لري او د قطبي سړې هوا د څپو او د سمندري معتدلې هوا په منځنۍ برخه کې پروت دی، ځانګړې هوا لري. د ایسلنډ شمالي سیمې د شمالي کنګل سمندر د سړې هوا د څپو له امله سړې دي او ډېر کم خلک ژوند په کې کوي خو د ګلف سټریم د تودو اوبو د اغېزو له امله دا سيمې تل کنګل نه وي او هوا یې له صفره پورته کېږي. دغه راز د ایسلنډ د سوېل او لوېدیځو برخو هوا نسبتاً ښه ده، د پلازمېنې ریکجاویک ښار هوا یې د اوړي په موسم کې په منځنۍ توګه د سانتي ګراد تر ۱۰ درجې توده او د ژمي په موسم کې تر منفي ۱۷ درجو ثبت شوې ده.
نور ولولئ
سمولد ایسلنډ د حکومت بڼه جمهوري ده، ولسمشر یې د خلکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ولسمشر دنده یې تره ډېره تشریفاتي ده او څو ځلې کار کولی شي. دغه راز د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسمشر په غوښتنه او د ولسي جرګې په تایید ټاکل کېږي او معمولاً هغه څوک لومړی وزیر کېږي چې په ولسي جرګه کې یې د ګوند څوکۍ ډېرې وي. د ایسلنډ ولسي جرګه ۶۳ غړي لري چې ټول د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. دلته د یادونې وړ بولم چې د ایسلنډ ولسي جرګه د اروپا له ډېرو پخوانیو ولسي جرګو څخه ده چې مخینه یې ۹۳۵ کلونو ته رسېږي. د دغه هېواد بیرغ شین اسماني رنګ لري، سره او سپین عمودي او افقي خطونه په کې تېر دي.