اوکراين (په اوکرايني: Україна) د ختيځې اروپا يو هېواد دی. دا هيواد د روسیې سره ډيره لويه پوله لري، او خلک يي په روسيي او اوکرايني خبرې کوي. او وسمهال د روسیې سره لږ او ډېر جنجالونه لري، خو دي هيواد ته سفر کول هيڅ پروا نه لري

ویکټوریایی ښار

د هيواد اړوند سمول

ددې هېواد په ختيځ کې روسيه، په سهېل کې سپينه روسيه او په لوېديځ کې پولنډ، سلواکيا او هنگري، په سوېل لوېديځ کې د رومانيا او مولدووا هېوادونه او په سوېل کې تور سمندر او د آزوف سمندرگی پروت دی. د دغه هېواد د پلازمېنې او د همدې هېواد تر ټولو لوی ښار نوم کيېف دی.

تاریخ سمول

 
ددي ځاي يو ښايسته سيمه

د اوکراين معاصر تاريخ د ختيځ سلاوي پېر نه پېلېږي. له ۱۹ پېړۍ نه راپدېخوا اوکراين د ختيځ سلاويانو د استوگنې يو مرکز پاتې سوی. دا هېواد چې د روس کيف په نامه هم يادېږي، يو لوی، څواکمن هېواد و خو په ۱۲ مه پېړۍ کې دا هېواد ووېشل سو. د سهېل د سترې جگړې وروسته، اوکراين د يو شمېر سيمه ايزو واکمنو تر مېنځ ووېشل سو او د ۱۹ مې پېړۍ په راتگ سره د اوکراين لويه برخه د روسي امپراتورۍ په سيمه کې ورننوتله، او په همدې توگه د دې هېواد پاتې سيمې د اتريش او هنگري د واک لاندې سوې.

سرچینې سمول

دا ليکنه د اوکراین په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.