اندورا په جنوب لویديځه اروپا کې د شمالي عرض البلد د ۴۲ او د ختیځ عرض البلد د يوې درجې په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی يې ۴۶۸ کيلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۹۲ درجه هېواد ګڼل کېږي. دغه هېواد ټول په وچه کې پروت دی او اوبه نه لري.

نور ولولئ سمول

اندورا چې د نړۍ يو کوچنی هېواد دی، د اروپا په سوېل لویدیځه برخه کې د پیرينه غرونو د لړۍ د ختیځې برخې په سوېلي لمنو کې پروت دی. جګو غرونو او ژورو درو د دغه هېواد طبیعت ډېر ښکلی کړی. د دغه ژورو درو په منځنیو برخو کې لنډ، خو له اوبو ډک سیندونه بهېږي. تر ټولو ټیټه سیمه يې وري رونر نومېږي چی د سمندر له سطحې يوازې ۸۴۰ متره لوړوالی لري. د اندورا پلازمينه اندورا له ويلا نومېږي او ۸۵۴۷۰ تنه اوسيدونکي لري. د اندورا په هر کيلو متر مربع ځمکه کې ۱۸۲ تنه ژوند کوي. ۸۸ سلنه خلک یې په ښاري او پاتې ۱۲ سلنه یې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي.

سياست سمول

د حکومت بڼه یې پارلماني جمهوري ده. د دغه هېواد لومړی اساسي قانون په کال ۱۹۹۱ کې چمتو سو او د ۱۹۹۳ کال د مارچ په ۱۶ مه د خلکو ټولپوښتنې ته وړاندې سو. دغه اساسي قانون د ټولپوښتنې له لارې تصويب او د ۱۹۹۳ کال د اپرېل په ۲۸ نېټه نافذ سو . د اندورا لومړی وزیر د ولسي جرګې او دوو واکمنو شهزاده ګانو له خوا د څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. لومړی وزير بیا په خپل وار د اندورا د کابینې نهه وزیران ټاکي. دغه وزیران ولسي جرګې ته مسوولیت لري. د اندورا ولسي جرګه ۲۸ غړي لري چې ۱۴ یې د خلکو په خوښه او ۱۴ نور يې بيا د اوو اداري واحدونو په خوښه ټاکل کېږي. د اندورا د ولسي جرګې هره دوره څلور کاله دوام کوي. د دغه هېواد د ولسي جرګې تېرې ټاکنې د ۲۰۱۵ کال د اپرېل میاشتې په درېیمه نېټه سوې دي. په اندورا کې د رايې ورکول د عمومي حق په توګه منل سوي، خو دغه حق ‎يوازې هغو کسانو ته خوندي دی چې د عمر ۱۸ کلونه يې بشپړ کړي وي.

سرچینې سمول

دا ليکنه د اندورا په اړه ده، په دي ليکنه کې د نورو معلوماتو ضرورت دي، ورکړل سوي معلومات دې سيمي ته د سفر کولو لپاره بس نه دي، د نورو معلوماتو په ورګډولو سره مهرباني وکړئ د ويکيسفر سره مرسته وکړي.